[restrict paid="true"]
بامیان (پژواک ۴ وږی ۱۴۰۲): د امر بالمعروف او نهي عنالمنکر وزارت سرپرست شیخ محمدخالد حنفي وایي، څو چې یو منظم چوکاټ او اصول نه وي جوړ شوي؛ ښځې د بامیان بند امیر ته د تلو اجازه نه لري.
نوموړي دغه څرګندونې د شنبې په ورځ (د وږي ۴مه) بامیان ولایت ته د سفر پر مهال د علماوو، قومي مشرانو او ځایي مسوولینو یوې غونډې ته په وینا کې وکړې.
هغه زیاته کړه، اوسنی نظام کامل نظام دی؛ ځکه د اسلامي شریعت له اصولو سره سم یې بنسټ اېښودل شوی او ټول انساني حقوق پکې په پام کې نیول شوي دي.
خو هغه وویل، ښځې د بامیان بند امیر ته د تلو اجازه نه لري.
د نوموړي په خبره، څو چې یو منظم چوکاټ او اصول نه وي جوړ شوي؛ ښځې د بامیان بند امیر ته د تګ اجازه نه لري.
هغه وویل: «موږ باید سر له ننه د بېحجابۍ مخه ونیسو، دا د الله حکم دی، علماء، امیرالمؤمنین او ملت هم همدا غواړي، نو باید موږ نافرماني ونه کړو، په تېرو دوو کلونو کې مو تجربه کړه، ازمایل شوي بیا نه ازمایل کېږي، له دې وروسته ښځې نه شي کولی بند امیر ته ولاړې شي، څو پورې چې ورته اصول جوړ شي. سیاحت نه فرض دی، نه واجب، خو حجاب فرض عین دی.»
د امر بالمعروف او نهي عنالمنکر وزارت سرپرست شیخ محمدخالد حنفي وویل چې په نورستان کې هم ملي پارک شته، خو هلته سل په سلو کې حجاب رعایت کېږي، خو په بند امیر کې تر اوسه نه دی رعایت شوی، په دې برخه کې ټول ولایتي مسوولین او علماء د الله په نزد مکلفیت لري.
د هغه په وینا، که چېرې د خلکو حقوق د مسوولینو له خوا نقضيږي، خلک کولی شي چې له کومې وېرې پرته د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت ته شکایت وکړي او د دوی قضیې ته په قانوني شرعي توګه رسېدنه کېږي.
د یادونې ده، له دې مخکې په کابل او نورو ولایتونو کې هم پارکونو ته د ښځو پر تلو بندیز لګول شوی دی.
[/restrict]
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP