Language

د پاکستان له زندانونو ۲۵ نور افغانان ازاد شول

کابل (پژواک، ۵ وږی ۱۴۰۲): د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، ۲۵ نور افغانان چې له څو میاشتو راهیسې د پاکستان په زندانونو کې بندیان وو، ازاد شول.

دغه وزارت نن پر خپله ټويټرپاڼه لیکلي چې خوشي شوي یاد ۲۵ افغانان د تورخم له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.

د کډوالو چارو وزارت د تورخم د سرحدي امر له قوله لیکلي چې یاد شمېر افغانانو د پاکستان په زندانونو کې له یوې تر شپږو میاشتو بند تېر کړی دی.

سرچینه زیاتوي چې یاد کسان د کډوالو په اداره کې له ثبت وروسته د مرستې ترلاسه کولو په موخه د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ ته معرفي شول.

login or register a new account.