ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تخار کي د نجونو یوه ښوونځي د ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

27 Aug 2023 - 18:16
27 Aug 2023 - 18:16

تالقان (پژواک، ۵ وږی ۱۴۰۲): د تخار پوهنې ریاست مسوولین وايي چې د تالقان ښار په «بولک ورته بز» سیمه کې د نجونو یوه ښوونځي ودانۍ د بنسټ ډبره کېښودل شوه چې لګښت یې یو سوداګر ورکوي.

د تخار د پوهنې رییس مولوي حزب‌الله مبشر پژواک خبري اژانس ته وویل، د تالقان ښار په بولک ورته بز سیمه کې یوازې دوه ښوونځي وو چې د هلکانو ښوونځي ودانۍ درلوده خو د نجونو ښوونځي سره له دې چې دوه‌نیم جریب ځمکه یې هم درلوده، ودانۍ نه لرله.

هغه وویل، ډېر زده‌کوونکي له ستونزو سره مخ وو او ځیني مهال به یې په ازاده فضا کې زده‌کړې کولې، خو اوس د یوه سوداګر په مالي مرسته دغه ښوونځي ته ودانۍ جوړېږي.

د تخار د پوهنې رییس وویل: «د دغه ښوونځي د ودانۍ په بشپړېدو سره چې په دوو پوړونو کې جوړېږي، د ځایي اوسېدونکو اندېښې لرې شي او ترڅنګ به یې ۳۰۰۰ نجونې او هلکان له معیاري ودانۍ برخه‌من شي.»

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version