Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

تېرو اوو ورځو کې د افغانۍ پر وړاندې د ډالر‎ ارزښت ۳.۳ سلنه ټيټ شوی

کابل (پژواک، ۵ وږی ۱۴۰۲): نن د تېرو اوو ورځو پر پرتله د ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت څه باندې درې سلنه لوړه شوی دی.

د کابل ښار په شهزده سرای کې صرفان وايي چې نن (د وږي ۵مه) د یوه امریکايي ډالر د پېر بیه ۸۱.۲۰ افعانۍ ده، په داسې حال کې چې د تېرې زمري میاشتې په ۲۹مه د یوه ډالر پېر بیه ۸۴ افغانۍ وه.

د کابل ښار د شهزاده سرای صرفانو ټولنې ویاند عبدالرحمن ځیرک پژواک خبري اژانس ته وویل: «له یوې اونۍ راهیسې د ټولو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت لوړ شوی او موږ صرفان له دغه حالته ډېر خوښ یو.»

هغه زیاته کړه، همدا اوس چې د ماسپښین شاوخوا ۲:۳۰ بجې دي، د کابل په شهزاده سرای کې یو امریکايي ډالر په  ۸۱.۲۰ افغانیو تبادله کېږي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.