منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۱۲ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۰۸ غ.و
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۱° ↓۸°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

تېرو اوو ورځو کې د افغانۍ پر وړاندې د ډالر‎ ارزښت ۳.۳ سلنه ټيټ شوی

· ۲ دقیقې لوستل · ۴۰۶ کتنې

کابل (پژواک، ۵ وږی ۱۴۰۲): نن د تېرو اوو ورځو پر پرتله د ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت څه باندې درې سلنه لوړه شوی دی.

د کابل ښار په شهزده سرای کې صرفان وايي چې نن (د وږي ۵مه) د یوه امریکايي ډالر د پېر بیه ۸۱.۲۰ افعانۍ ده، په داسې حال کې چې د تېرې زمري میاشتې په ۲۹مه د یوه ډالر پېر بیه ۸۴ افغانۍ وه.

د کابل ښار د شهزاده سرای صرفانو ټولنې ویاند عبدالرحمن ځیرک پژواک خبري اژانس ته وویل: «له یوې اونۍ راهیسې د ټولو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت لوړ شوی او موږ صرفان له دغه حالته ډېر خوښ یو.»

هغه زیاته کړه، همدا اوس چې د ماسپښین شاوخوا ۲:۳۰ بجې دي، د کابل په شهزاده سرای کې یو امریکايي ډالر په  ۸۱.۲۰ افغانیو تبادله کېږي.

هغه د افغانۍ ارزښت لوړېدو په اړه وايي، د نورو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت د مرکزي بانک له لوري د ډالرو د لیلام او بشري مرستو د وېش ترڅنګ د کانونو، په ځانګړې توګه د ډبرو سکرو استخراج او صادراتو له امله لوړ شوی دی.

سرچینې وویل، دویم لامل دا دی چې مخکې په ډېرو ولایتونو کې پاکستانۍ کلدارې چلېدې، خو د اسلامي امارت له واکمنېدو سره، په راکړه ورکړه کې د کلدارو په ګډون د بهرنیو اسعارو پر کارولو بندیز لګېدلی دی.

ځیرک زیاته کړه: «درېیم لامل د افغانستان بانک سمه پالیسي ده چې پیسې په منظم ډول مهاروي او په بازار کې د اړتیا وړ ډالر شته، لکه څنګه چې نن هم ۱۴ میلیونه امریکايي ډالر بازار ته وړاندې شول.»

په ورته مهال، د کابل ښار په شهزاده سرای کې د «صداقت صرافۍ» مالک حاجي محمدحسین وویل، د مرکزي بانک له لوري بازار ته د ډالرو وړاندې کېدل او د خوړو نړۍوال پروګرام (ډبلیو‌اېف‌پي) او خیریه موسسو له خوا د بشري مرستو وېش هغه لاملونه دي چې د افغانۍ پر وړاندې د امریکايي ډالر ارزښټ راټیټ شي.

دی وايي، ښایي په راتلونکو ورځو کې د افغانۍ پر وړاندې د ډالر ارزښت نور هم ټیټ شي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول سوداګري او اقتصاد