ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د تالقان ښار د لرو پرتو کلیو اوسېدونکي: شته روغتیایي امکانات زموږ اړتیاوو ته بسنه نه کوي

د تالقان ښار د لرو پرتو کلیو اوسېدونکي: شته روغتیایي امکانات زموږ اړتیاوو ته بسنه نه کوي

author avatar
27 Aug 2023 - 16:42
د تالقان ښار د لرو پرتو کلیو اوسېدونکي: شته روغتیایي امکانات زموږ اړتیاوو ته بسنه نه کوي
author avatar
27 Aug 2023 - 16:42

تالقان (پژواک، ۵ وږی ۱۴۰۲): د تالقان ښار د ترمه بایي سیمې او هغه ته څېرمه لسګونو کلیو ناروغ‌لرونکو او اوسېدونکو د روغتیایي مرکزونو له کمښت شکایت لري او خپلو ستونزو ته د رسېدنې غوښتنه کوي.

د هغوی په خبره، د ترمه بایي سیمه د تخار مرکز تالقان ښار په ۱۲ کیلومترۍ کې موقعیت لري چې په کې یو فرعي روغتیايي مرکز فعالیت لري، هغه ته نږدې ۳۲ کلي چې ۲۰ زره کورنۍ دي هم خپل ناروغان دغه مرکز ته راولي.

ځیني ناروغ لرونکو او د سیمې اوسېدونکو پژواک ته وویل، هره ورځ سرګردانه وي او له نا چارۍ خپل ناروغان دغه روغتیایي مرکز ته راولي، خو سره له دې چې ساعتونه منتظر وي له درملو ترلاسه کولو او د دوی ستونزو ته له رسېدنې پرته بېرته خپلو کورونو ته ځي.

یوې ناروغ لرونکې ګلشن وویل: «زما ماشوم ناروغ دی، د قره پرچاب کلي نه راغلې یم، یو نیم ساعت مې په پښو مزل کړی څو دغه مرکز ته راورسېدم، دغه روغتیایي مرکز روغتیایي امکانات او درمل نه لري، زموږ ناروغانو ته رسېدنه نه کېږي، پیسې او امکانات نه لرو چې شخصي روغتونونو ته لاړ شو، موږ له حکومته غواړو چې زموږ ستونزو ته رسېدنه وکړي.»

یوه بله ناروغ لرونکې شیداګل وایي: «خاوند مې مړ شوی، روزګار مو خراب دی ماشوم مې په خوارځواکۍ اخته شوی، دا مې څوم ځل دی چې دغه مرکز ته مراجعه کوم، نه درمل شته نه امکانات، هر ځلې چې راځم په یوه ناهیلۍ او د ګرمۍ په زغملو سره بېرته کورته ځم.»

په ورته وخت کې د ترمه بایي سیمې د پرمختیایي شورا رییس قاري قدرت‌الله که څه هم له دوامداره محرومیت یې شکایت کوي خو وایي، د دې سیمې روغتیایي مرکز د ۳۲ کلیو په کچه یو فرعي مرکز دی چې د اړتیا پر مهال له ۲۰ زرو ډېرې کورنۍ دغه مرکز ته مراجعه کوي.

هغه وویل، دغه روغتیایي مرکز کافي امکانات نه لري، یوازې په ترمه بایي سیمه کې ۷۰۰۰ کورنۍ ژوند کوي، د دې سیمې خلک بې وزله دي، خپل ناروغان تالقان ښار نه شی لېږدولی.

د هغه په خبره، د ورځې لسګونه کسان له خپلو ناروغانو سره له لرو پرتو سیمو څخه دغه مرکز ته راځي، خو هغو ته له رسېدنې او درملو ترلاسه کولو پرته بیرته خپلو کورونو ته ځي.

نوموړی وایي چې په درېیو میاشتو کې د دغه روغتیایي مرکز د ۳۲ کلیو ناروغانو ته یوازې ۹۰ بوتله شربت او ۲۰۰ پاکټه بېلابېل درمل رالېږل شوي چې د خلکو هيڅ درد ته دوا نه ده.

د هغه په خبره، د دغو سیمو خلک د محرومیت په اوج کې دي، اړتیا ده چې دغه مرکز ته متخصص ډاکټر راولېږل شي چې حداقل د ناروغانو درد تشخیص کړي، دی وایي له درملو او امکاناتو پرته د څو نرسانو شتون د خلکو هيڅ ستونزه نه شي حل کولای.

د سیمې یو بل اوسېدونکی حاجي خدابخش وایي: «دغه روغتیایي مرکز کې درمل نشته، پنځه ځلې کیږي چې له خپل ناروغ لمسي سره راځم، خو بېرته خالي لاس ځم.»

په ورته وخت کې، د ترمه بایي روغتیايي مرکز آمر عبدالجمیل که څه هم دغه ستونزې مني، خو وایي چې د ۳۲ کلیو خلک دغه مرکز ته له ډېرو لرو ځایونو نه مراجعه کوي چې د ورځې یې شمېر ۹۰ تر ۱۰۰ کسانو رسیږي، په داسې حال کې چې شته امکانات د هغو د ستونزو لپاره بسنه نه کوي.

 د هغه په خبره، د دې سیمې ډېری خلک له ناپاکو اوبو استفاده کوي او ماشومان یې پر اسهالاتو او خوارځواکۍ ناروغۍ اخته دي چې ډېرو امکاناتو ته اړتیا ده څو د خلکو ستونزو ته رسېدنه وشي.

هغه وایي، د امکاناتو او د درملو نشتوالي ترڅنګ د دغه روغتیایي مرکز ټول پرسونل اوه کسان دي چې نه شي کولای د ټولو ناروغانو ستونزو ته رسېدنه وکړي.

بلخوا، د تخار د عامې روغتیا ریاست مرستیال ډاکټرعتیق‌الله قانت وایي چې په دغه ولایت کې ۸۴ فرعي روغتیايي مرکزونه فعالیت لري چې ۱۸ کاله مخکې د هغه وخت د نفوس مطابق جوړ شوي او اوس د نفوس په ډېرېدو سره خلک له دغو ستونزو سره مخ شوي دي.

د هغه په خبره، که څه هم د دغو ستونزو د حل او د فرعي مرکزونو د ارتقا په اړه هڅې روانې دي خو د بودجې نشتوالی هغه لامل دی چې د دغو هڅو مخه یې نیولې ده.

Views: 13

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.