Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

سبا د هېواد په شپږو ولایتونو کې د ګوزڼ واکسین کمپاین پیلېږي

کابل (پژواک، ۵ وږی ۱۴۰۲): د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق وايي، سبا د افغانستان په شپږو ولایتونو کې د ګوزڼ واکسین څلور ورځنی کمپاین پیلېږي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (UNICEF) مطبوعاتي مسوول کمال‌شاه سید پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه کمپاین سبا (د وږي ۶مه) په بلخ، جوزجان، سمنګان، سرپل، فاریاب او اروزګان ولایتونو کې پیلېږي.

دی وایي، د دغه څلور ورځني کمپاین په لړ کې به له پنځو کلونو کم عمره شاوخوا ۱،۶ میلیون ماشومان واکسین شي.

تېره اونۍ د هېواد په پاتې ۳۰ ولایتونو کې د ګوزڼ واکسین د څلور ورځني کمپاین پر مهال څه باندې ۱۱ میلیونه ماشومان واکسین شول.

دا په داسې حال کې ده چې د عامې روغتیا وزارت معلوماتو له مخې، د روان ۲۰۲۳ زېږدیز کال کې تر اوسه د هېواد په کچه د ګوزڼ ناروغۍ پنځه مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.