کابل (پژواک، ۷ وږی ۱۴۰۲): د ریاستالوزراء سیاسي مرستیال ویلي، ا.ا د مسایلو د حل او تعامل لپاره پر خبرو باور لري او هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د چا پر ضد وکاروي او یا یې څوک په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي.
د ریاستالوزراء عمومي دفتر پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، د ا.ا.ا د ریاستالوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په سپیدار ماڼۍ کې د ایران اسلامي جمهوریت د استازو مجلس له پلاوي سره ولیدل.
سرچینې لیکلي، په دې لیدنه کې ایراني پلاوي وویل، د اسلامي امارت په راتګ سره په افغانستان کې له نشهيي توکو سره مبارزه شوې او اغېز یې په ایران کې هم لیدل کېږي.
سرچینه زیاتوي، دغه پلاوي د افغانستان او ایران ترمنځ د اړیکو پر پراختیا او د سوداګرۍ او پانګونې پر ودې ټینګار وکړ.
سرچینې زیاته کړې، د ریاستالوزراء سیاسي مرستیال وویل، اسلامي امارت له نړۍ، په ځانګړې توګه له ایران سره د متقابل احترام په فضا کې ښه ګاونډیتوب او مثبت تعامل غواړي.
هغه زیاته کړه، ایران او افغانستان ګډ مشترکات لري او اړتیا ده چې په بېلابېلو برخو کې اړیکې پراخې شي.
نوموړي وویل، اسلامي امارت د مسایلو د حل او تعامل لپاره پر ډیالوګ او خبرو باور لري او هیله یې وښوده چې ایراني سوداګر په افغانستان کې پانګونه وکړي.
سرچینې څرګنده کړې، مولوي عبدالکبیر په ایران کې افغان کډوالو ته د لازمو اسانتیاوو پر برابرولو هم ټینګار وکړ.
هغه زیاته کړه، اسلامي امارت هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د چا پر ضد وکاروي او یا یې څوک په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي.
د سرچینې معلوماتو له مخې، د ریاستالوزراء سیاسي مرستیال وویل، په افغانستان کې داعش ډله ځپل شوې او له دې اړخه دې ګاونډیان ډاډمن و اوسي.
Views: 104
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن