ایبک (پژواک، ۷ وږی ۱۴۰۲): د سمنګان د خُرم سارباغ ولسوالۍ ځيني اوسېدونکي وایي چې د دې ولسوالۍ له مرکز پرته په ډېرو کلیو کې خلک له مخابراتي او انټرنېټي خدماتو محروم دي، خو مسوولین بیا وايي، د دې ستونزې د حل لپاره هڅې کوي.
خُرم سارباغ ولسوالۍ د سمنګان مرکز ایبک ښار په ۳۷ کیلومترۍ کې موقعیت لري چې د ځایي سرچینو په خبره، په دې ولسوالۍ کې نږدې ۵۰ زره کسان ژوند کوي چې مخابراتي خدماتو ته لاسرسی نه لري.
د سمنګان د خُرم سارباغ ولسوالۍ یو قومي مشر معلم عبدالغفور پژواک خبري اژانس ته وویل، د دې ولسوالې په ځینو کلیو کې مخابراتي خدماتو ته نه لاسرسي خلک له ستونزو سره مخ کړي دي.
هغه زیاته کړه: «په تېر حکومت کې مو څو ځلې د سمنګان له سیمهییز حکومته د دې ستونزې د حل غوښتنه کړې وه، خو هغوی اصلاً د یادې ستونزې هواري ته پاملرنه ونه کړه.»
دغه قومي مشر وایي چې په داخل زو، چهارسنګ، کنده کالان، پس حصار، زیرمنګ پس حصار او سرمنګ پس حصار کلیو کې زرګونه کورنۍ مخابراتي خدماتو ته لاسرسی نه لري.
د سمنګان یاده ولسوالۍ کې یو ځوان ثمرالدین سیرت هم په دغه ولسوالۍ کې مخابراتي خدماتو ته له نه لاسرسي شکایت لري او وایي چې له کلونو راهیسې د دې ولسوالۍ د کلیو خلک د دې ستونزې سره مخ دي.
هغه په دغه ولسوالۍ کې مخابراتي خدماتو ته نه لاسرسی یوه لویه ستونزه بولي.
د دې ولسوالۍ یو بل اوسېدونکی موالدین هم مخابراتي خدماتو ته نه له لاسرسي شکایت کوي، وایي چې کلونه کېږي چې د دې ولسوالۍ خلک له دغه پلوه محروم او له مخابراتي او انټرنېټي ستونزو سره مخ دي.
هغوی د سمنګان له ځایي حکومته غواړي چې ستونزو ته یې رسېدنه وکړي او مخابراتي او انټرنېټي خدماتو ته یې د لاسرسي زمینه برابره شي.
په ورته وخت کې، د سمنګان د خُرم سارباغ ولسوال مولوي محمدفیروز پژواک ته تاییدوي چې دغه ولسوالۍ کې څه باندې شپږ زره کورنۍ په بشپړ ډول مخابراتي خدماتو ته لاسرسی نه لري.
نوموړی وایي چې مخابراتي خدماتو ته نه لاسرسی، د دې ولسوالۍ خلک له ستونزو سره مخ کړي دی.
د سمنګان د اترا ادارې مسوولین وایي چې یاده ولسوالۍ کې د اېمټياېن مخابراتي شرکت دوه سایټونه فعال و او اوس د سلام مخابراتي شرکت یو بل سایټ هم فعال شوی دی.
د سمنګان د اترا ادارې مدیر ګلبدین یوسفي وویل، د اسلامي امارت په بیا واکمنېدو سره د سلام مخابراتي شرکت یو سایټ چې پخوا سوځول شوی و بېرته فعال شوی دی.
نوموړي زیاته کړه چې دې ادارې د سمنګان د خُرم سارباغ ولسوالۍ د اوسېدونکو عرېضې ترلاسه کړي او د یوه مکتوب له لارې یې مرکزي ادارې ته استول شوې څو د دې ولسوالۍ د خلکو ستونزو ته رسېدنه وشي.
د اترا دغه مسوول وویل چې د خُرم سارباغ ولسوالۍ نفوس ډېر شوی، مخابراتو ته د خلکو اړتیا ډېره شوې او د دې ستونزې د حل لپاره هڅې روانې دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن