Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د هاکي ملي لوبډله په اسیایي سیالیو کې د ګډون په موخه عمان ته ولاړه

کابل (پژواک، ۷ وږی ۱۴۰۲): د المپیک ملي کمېټه وایي، د هاکي ملي لوبډله په اسیایي سیالیو کې د ګډون په موخه عمان ته ولاړه او سبا به خپله لومړۍ لوبه له قزاقستان سره وکړي.

د المپیک ملي کمېټې او ورزش عمومي ریاست نن پر خپله ټوېټر (X) پاڼه لیکلي، د هاکي لس کسیزه ملي لوبډله په اسیایي سیالیو کې د ګډون په موخه عمان هېواد ته ولاړه.

سرچینه وایي چې دغه سیالۍ د عمان هېواد به کوربه‌توب ترسره کېږي.

المپیک ملي کېټې ویلي، افغان لوبډله به خپله لومړۍ لوبه سبا له قزاقستان سره وکړي.

یادې کمېټې زیاته کړې ده چې په دغو سیالیو کې له افغانستان سره په ګروپ کې قزاقستان، هانګ کانګ، ایران او اندونیزیا هېوادونو لوبډلې شاملې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.