ترینکوټ (پژواک، ۸ وږی ۱۴۰۲): د اروزګان په مرکز ترینکوټ کې د ترکيې په مالي مرسته د شپږ میلیون افغانیو په لګښت یوې دیني مدرسې لپاره ودانۍ جوړه او نن پرانیستل شوه.
د دې ودانۍ پرانیستې په مراسمو کې د دغه ولایت د پوهنې رییس مولوي شمسالله کامران وویل، د دې ودانۍ چارې شپږ میاشتې وړاندې د ترکيې هېواد په مالي مرسته پيل شوې وې.
هغه زیاته کړه چې دغه ودانۍ په یو پوړ کې، په درې جریبه ځمکه کې جوړه شوې ده.
هغه وايي، دا ودانۍ شپږ درسي خونې لري چې په یو وخت کې به څه باندې سل زدهکوونکي په کې درس وايي.
په ورته وخت کې یو شمېر ځایي اوسېدونکو خوښي وښوده چې د پوهنې پرمختګ لپاره یو بل ګام پورته شوی دی.
Views: 16
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن