پلخمري (پژواک، ۸ وږی ۱۴۰۲): د بغلان امنيه قومانداني وايي چې د دغه ولايت په مرکز پلخمري کې يوه کس خپله مېرمن د چړې په وسیله وژلې ده.
د بغلان امنيې قوماندانۍ د امنیت امر قاري عبدالغیور خادم پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره ورځ په مرکز پلخمري کې د مومن په نوم يوه کس لومړى له خپلې ښځې سره لفظي شخړه کړې او بيا يې هغه او ځان دواړه په چاړه وهلي دي.
هغه وويل چې دواړه په ټپي حالت روغتون ته انتقال شوي دي.
خو د بغلان ولايتي روغتون رييس ډاکټر شاهولي احمدزي پژواک ته د يادې پېښې په تاييد وويل چې ټپي مېرمنې د ژورو ټپونو له امله ساه ورکړه.
هغه وايي چې د یادې ښځې د خاوند روغتيايي وضعيت هم د ډاډ وړ دى.
دا په داسې حال کې ده چې تېر کال هم په بغلان کې يوه کس خپله مېرمن د چړې په وسیله وژلې وه.
Views: 789
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن