کابل (پژواک، ۸ وږی ۱۴۰۲): د افغانستان لپاره د بریتانیا سفارت ویلي چې دغه هېواد په روان میلادي کال کې د افغانستان د خلکو ملاتړ په موخه ۱۲۵ میلیون ډالر ځانګړي کړي دي.
دغه سفارت په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې لیکلي، له یادې مرستې به د ماشومانو زدهکړو او د افغانستان خلکو، په ځانګړي ډول د نجونو د ملاتړ برخه کې استفاده وشي.
یاد سفارت ویلي چې دغه هېواد به یوه هوسا او امن افغانستان ته ژمن پاتې شي.
د یادونې ده، د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته په کابل کې د بریتانیا سفارت خپل فعالیتونه له دوحې ترسره کوي.
Views: 47
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن