Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ۶،۵ میلیارد ډالرو په ارزښت د اوو لویو کانونو د استخراج قراردادونه لاسلیک شول

[restrict paid="true"]

کابل (پژواک، ۹ وږی ۱۴۰۲): د کانونو او پټروليم وزارت او د څو کورنیو او بهرنیو شرکتونو ترمنځ د ۶ ميليارده او ۵۵۷ ميليونه ډالرو په پانګونې د اوو لویو کانونو د استخراج او پروسس قراردادونه لاسليک شول.

په دغه مناسبت د وږي په ۹مه د حکومت رسنیو مرکز کې جوړې شوې غونډه کې د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر، د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب‌الدين دلاور، د امارت نورو چارواکو او د شرکتونو مسوولینو او استازو برخه اخیستې وه.

شیخ دلاور وویل، په دغو قراردادونو کې د سرو زرو، مسو، سرب، جست او اوسپنې کانونو استخراج او پروسس شامل دي چې پر افغاني شرکتونو سربېره یې اسيايي او اروپايي شرکتونه هم ونډه‌وال دي.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د وږي میاشتې نهمې پر تاریخي ارزښت خبرې وکړې او ویې ویل: نن (د سنبلې ۹مه) له اشغاله د افغانستان د خلاصون تاریخي ورځ او په هېواد کې د بشپړ اسلامي نظام د واکمنېدو ورځ ده.»

شیخ دلاور زیاته کړه، د اسلامي امارت په راتګ سره د افغانستان د کانونو په مديريت کې د رشوت، واسطې او فساد مخه نيول شوې او په دې برخه کې بشپړ شفافيت او عدالت تامين شوی دی.

د هغه د معلوماتو له مخې، د ۳۱۰ میلیونه ډالرو په پانګونې په ۱۲ کیلومتره مربع ساحه کې د تخار د سمتي طلا پروژه له چینا – افغانستان سره د پنځو کلونو لپاره، د ۴۱۱ میلیونه ډالرو په پانګونې په ۲۴۵ کیلومتره مربع ساحه کې د عینک مسو دویمه پروژه له تویار خصوصي شرکت سره د ۳۰ کلونو لپاره او همدارنګه د ۵۳۷ میلیونه ډالرو په پانګونې په ۲۰۷ کیلومتره مربع ساحه کې د غور د تولک ولسوالۍ د سرب او جستو د دویم بلاک پروژه له افغان انوېسټ او ایبکو شرکتونو سره د ۳۰ کلونو لپاره قرارداد شوي دي.

د هغه په وینا، د غوریان اوسپنې د څلورو بلاکونو پروژې چې شاوخوا ۱۰۰۰ کیلومتره مربع مساحت لري، د پنځه میلیارده ۳۸۹ میلیونه ډالرو په پانګونې له څلورو شرکتونو سره د ۳۰ کلونو لپاره قرارداد شوې دې.

د هرات والي شیخ‌الحدیث مولوي نوراحمد اسلام‌جار ادعا وکړه چې په تېرو شلو کلونو کې د افغانستان د کانونو واک د افغانانو په لاس کې نه، بلکې د نورو په لاس کې و خو د اسلامي امارت په راتګ سره د هېواد کانونونه له هغو کسانو او شرکتونو سره قرارداد کېږي چې د هېواد او هېوادوالو په ګټه وي.

د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې او د «افغان انوېسټ» شرکت رییس شېرباز کمین زاده څرګنده کړه چې د خصوصي سکټور معقولې غوښتنې او وړاندیزونه د اسلامي امارت د مشرانو او مسوولینو له خوا اورېدل شوې او رسېدنه ورته شوې ده.

د قراردادي شرکتونو په استازیتوب نجم‌الدین صیاد، ضیاالحق ستانکزي او محمدیوسف نورزي خبرې وکړې او ډاډ یې ورکړ چې خپلې چارې به پوره ژمنتیا ترسره کړي.

هغوی هم د کانونو په قراردادونو کې د بشپړ شفافیت او عدالت یادونه وکړه او د اسلامي امارت د اړوندو ادارو له خوا یې د همکارۍ او ملاتړ غوښتنه وکړه.

د یادونې ده، په اوو لویو پروژو کې د ۶ میلیارده ۵۵۷ میلیونه ډالرو په ارزښت پانګونه کېږي چې په تطبیق سره به یې په هېواد کې لسګونو زرو کسانو ته په مستقیم او غیرمستقیم ډول کاري فرصتونه برابر شي.

[/restrict]

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.