ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په بلخ  ولایت کې د «اوړي جام» په نوم د سنوکر سیالۍ ترسره شوې

په بلخ  ولایت کې د «اوړي جام» په نوم د سنوکر سیالۍ ترسره شوې

author avatar
31 Aug 2023 - 00:07
په بلخ  ولایت کې د «اوړي جام» په نوم د سنوکر سیالۍ ترسره شوې
author avatar
31 Aug 2023 - 00:07

[restrict paid=”true”]

مزارشریف (پژواک، ۸ وږی، ۱۴۰۲): د بلخ مرکز مزارشریف کې د څلورو لوبډلو تر منځ او د ۳۲ لوبغاړو په ګډون د (اوړي جام) په نوم د سنوکر سیالۍ ترسره شوې.

د بلخ ولایت سنوکر فدراسیون رییس نصرت الله معظم وایي غه سیالۍ د څلورو لوبډلو ترمنځ او ۳۲ لوبغاړو په ګډون څلور ورځې وړاندې پیل شوې وې او نن پای ته ورسیدې.

معظم د یادو سیالیو موخه د ملي او نړیوالو لوبو ته د غوره لوبغاړو پېژندنه بولي.

بلخوا د یادې سیالیو لوبغاړي د دغو سیالیو هرکلی کوي.

د روح الله حسین زاده په نوم یو تن لوبغاړي د دغه سیالیو له ترسراوي خوښي څرګندوي او ملي او نړیوالو لوبو لپاره د لارموندنې ښه وسیله بولي.

د عبدالواحد امیني په نامه بل لوبغاړي بیا د دغه سیالیو د لا ډېرو ترسره کیدو غوښتنه کوي.

په همدې حال د بلخ ولایت د بدني روزنې ریاست د عامه اړیکو مسوول سهراب عثماني وایي، چې د سرپرست حکومت له واکمنۍ وروسته د ورزش برخه لپاره هڅې او پام ډېر شوی.

[/restrict]

Views: 14

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.