ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کانونو وزارت: د مس‌عینک کان استخراج لپاره نوې طرحه جوړه شوې

کانونو وزارت: د مس‌عینک کان استخراج لپاره نوې طرحه جوړه شوې

author avatar
31 Aug 2023 - 13:51
کانونو وزارت: د مس‌عینک کان استخراج لپاره نوې طرحه جوړه شوې
author avatar
31 Aug 2023 - 13:51

کابل (پژواک، ۹ وږی ۱۴۰۲): د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، «ام‌سي‌سي» کمپنۍ له لورې د لوګر مس‌عینک کان د استخراج لپاره یې نوې طرحه جوړه کړې چې په پلي کېدو سره به یې ډېر ژر عملي چارې پيل شي.

د کانونو او پټرولیم وزارت پر خپله اېکس‌‌پاڼه لیکلي چې «ام‌سي‌سي» کمپنۍ له لورې د لوګر ولايت مس‌عينک د کان کیندنې فعاليتونو پر چټکتیا او د مرکزي او غربي مس‌‎عينک د استخراج  لپاره نوې طرحه جوړه شوې ده.

سرچینې لیکلي چې د یادې طرحې په پلي کولو سره به ډېر ژر عملي کار پیل شي او د اقتصادي پیاوړتیا او افغانانو ته به د استخدام شرایط برابر شي.

د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر شهاب‌الدین دلاور هم په دې تړاو جوړه شوې غونډې ته ویلي چې د یادې پروژې کار دې ژر پیل شي.

د راپورونو له مخې، د مس‌عینک کان – چې د څه باندې ۱۱ میلیون ټنو مسو د شتون اټکل پکې شوی – د استخراج تړون په ۱۳۸۸ لمریز کال کې له یوې چینايي کمپنۍ سره د ۳۰ کلونو لپاره لاسليک شوى دى.

د یاد کان په سیمه کې کیندنې شوې او یوازې په ۱۳۹۹ کال کې هلته ۳۱۰۰ تاریخي اثار موندل شوي؛ خو د کان اړوندې چارې ډېرې ورو پر مخ تلې او تر اوسه یې د استخراج چارې پیل شوې نه دي.

د مس‌عینک کان په نړۍواله کچه د مسو دویم تر ټولو لوی کان دی.

د مس‌عینک کان قراردادي کمپنۍ له دې مخکې ویلي وو چې د عینک له سيمې د لرغونو اثارو تر بشپړ لېږد وروسته به په عملي توګه د کان‌کېندنې چارې پيل کړي.

Views: 100

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.