[restrict paid="true"]
اسعداباد (پژواک، ۹ وږی ۱۴۰۲): د ټولګټو چارو وزارت د یوولس میلیونه افغانیو په لګښت د کونړ ـ ننګرهار لویې لارې د ۵۵ کیلومتره برخې د اساسي ترمیم او رغونې چارې پيل کړې.
د کونړ ټولګټو چارو رییس قاري قدرتالله معاذ د وږي په ۹مه پژواک خبري اژانس ته وویل، د اسعداباد - جلالاباد لویې لارې په اوږدو کې به د سړک تخریب شوې برخې او پلچکونه ورغوي او ترڅنګ به یې د اوبو مخنیوي په موخه نوي استنادي دېوالونه هم جوړ کړي.
هغه زیاته کړه چې دغه کار به په درېیو میاشتو په موده کې ترسره شي.
نوموړي د یادې پروژې پرانیستې پر مهال زیاته کړه، هڅې یې پېل کړې څو په دغه ولایت کې د لویو لارو ترڅنګ د کونړ پر سیند تخریب شوي پلونه هم په اساسي ډول جوړ کړي.
د کونړ - ننګرهار لویه لار چې د اورښتونو او ځینو برخو کې د سیند اوبو زیاتوالي له امله زیانمنه شوې، د خلکو غوښتنه ده چې حکومت یې باید اساسي جوړېدو ته ملا وتړي.
د کونړ یو اوسېدونکی ګوهر ساپي وایي، خوښ دی چې حکومت د لویو لارو ترمیم او رغونې لپاره هڅې پېل کړې دي.
هغه زیاتوي، لا هم د دغه ولایت مرکز او ولسوالیو ته غځېدلې لویې لارې چې د پخواني حکومت پر مهال جوړې شوې، جدي مراقبت او ترمیم ته اړتیا لري چې باید حکومت یې رغونې ته پاملرنه زیاته کړي.
[/restrict]
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP