ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کونړ – ننګرهار لویې لارې د ۵۵ کیلومتره برخې د ترمیم چارې پیل شوې

د کونړ – ننګرهار لویې لارې د ۵۵ کیلومتره برخې د ترمیم چارې پیل شوې

author avatar
1 Sep 2023 - 01:23
د کونړ – ننګرهار لویې لارې د ۵۵ کیلومتره برخې د ترمیم چارې پیل شوې
author avatar
1 Sep 2023 - 01:23

[restrict paid=”true”]

اسعداباد (پژواک، ۹ وږی ۱۴۰۲): د ټولګټو چارو وزارت د یوولس میلیونه افغانیو په لګښت د کونړ ـ ننګرهار لویې لارې د ۵۵ کیلومتره برخې د اساسي ترمیم او رغونې چارې پيل کړې.

د کونړ ټولګټو چارو رییس قاري قدرت‌الله معاذ د وږي په ۹مه پژواک خبري اژانس ته وویل، د اسعداباد – جلال‌اباد لویې لارې په اوږدو کې به د سړک تخریب شوې برخې او پلچکونه ورغوي او ترڅنګ به یې د اوبو مخنیوي په موخه نوي استنادي دېوالونه هم جوړ کړي.

هغه زیاته کړه چې دغه کار به په درېیو میاشتو په موده کې ترسره شي.

نوموړي د یادې پروژې پرانیستې پر مهال زیاته کړه، هڅې یې پېل کړې څو په دغه ولایت کې د لویو لارو ترڅنګ د کونړ پر سیند تخریب شوي پلونه هم په اساسي ډول جوړ کړي.

د کونړ – ننګرهار لویه لار چې د اورښتونو او ځینو برخو کې د سیند اوبو زیاتوالي له امله زیانمنه شوې، د خلکو غوښتنه ده چې حکومت یې باید اساسي جوړېدو ته ملا وتړي.

د کونړ یو اوسېدونکی ګوهر ساپي وایي، خوښ دی چې حکومت د لویو لارو ترمیم او رغونې لپاره هڅې پېل کړې دي.

هغه زیاتوي، لا هم د دغه ولایت مرکز او ولسوالیو ته غځېدلې لویې لارې چې د پخواني حکومت پر مهال جوړې شوې، جدي مراقبت او ترمیم ته اړتیا لري چې باید حکومت یې رغونې ته پاملرنه زیاته کړي.

[/restrict]

Views: 45

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.