کابل (پژواک، ۱۱ وږی ۱۴۰۲): عامې روغتیا وزارت وايي چې د روان میلادي کال په تېرو اتو میاشتو کې په ټول هېواد کې ۹۴۹ کسان د کانګو تبې پر ناروغۍ اخته شوي چې له دې ډلې ۹۶ کسان مړه شوي دي.
د عامې روغتیا وزارت د زونوسېس ناروغیو مسوول ډاکتر فخرالدین د دغه مطلب ویلو سربېره پژواک خبري اژانس ته وویل چې د سږ میلادي کال له جنورۍ د اګسټ میاشتې تر وروستیو په ټول هېواد کې ۹۴۹ کسان د کانګو تبې پر ناروغۍ اخته شوي چې له ډلې یې ۹۶ مړه شوي دي.
د هغه د معلوماتو له مخې، یوازې اګسټ میاشت کې ۱۴۹ کسان پر دې ناروغۍ اخته او ۹ کسان ترې مړه شوي دي.
د هغه په خبره، ډېرې مثتبې پېښې په کابل، هرات، کندهار، بلخ، فاریاب او جوزجان ولایتونو کې ثبت شوې، خو د هېواد په نور ولایتونو کې هم د دې ناروغۍ پېښې لیدل شوې دي.
هغه هېوادوالو ته سپارښتنه وکړه چې د څاروي حلالولو او د غوښې پخولو پر مهال د محافظتي جامو اغوستل، ماسک تړل او دستکش په لاس کول په جدي توګه رعایت کړي.
نوموړي دغه راز له خلکو وغوښتل: «که یو څوک د کانګو یا وینهبهوونکې ناروغۍ نښې نښانې ولري، هر څه ژر دې ځان روغتیايي مرکز ته ورسوي څو د دې ناروغۍ له خپرېدو مخنیوی وشي.»
په همدې حال کې، د کابل په انتاني روغتون کې ټېرنر او متخصص ډاکتر فریدالله عمري پژواک ته وویل چې پر دغه ناروغي د اخته کسانو شمېر مخ پر کمېدو دی، خو دا مهال ۸ دغه ناروغان بستر دي.
هغه وايي چې پر یاده ناروغۍ تر ټولو ډېرې مثبتې پېښې له تېر لوی اختر وروسته ثبت شوې دي.
د پژواک خبري اژانس د یوه راپور پر بنسټ چې د چنګاښ په ۱۳مه خپور شوی، عامې روغتیا وزارت ویلي وو، د لوی اختر په درېیو ورځو کې په هېواد کې د کانګو تبې ناروغۍ ۱۵۹ پېښې ثبت شوې چې له منځه یې ۲۵ کسان مړه شوي دي.
د کانګو تبې ناروغي د څارویو او انسانو ترمنځ ګډه ناروغي ده چې ویروس یې د کنې چیچلو له لارې له حیوان څخه انسان او یا هم د نیمخامې غوښې د خوړلو، پر دې ناروغۍ اخته څارویو سره د تماس له لارې روغ انسان ته لېږدول کېږي.
Views: 12
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP