ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ا.ا د افغانستان اقتصادي وضعیت په اړه د نړۍوال بانک راپور ستایلی

ا.ا د افغانستان اقتصادي وضعیت په اړه د نړۍوال بانک راپور ستایلی

author avatar
2 Sep 2023 - 18:21
ا.ا د افغانستان اقتصادي وضعیت په اړه د نړۍوال بانک راپور ستایلی
author avatar
2 Sep 2023 - 18:21

کابل (پژواک، ۱۱ وږی ۱۴۰۲): د اسلامي امارت د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت د هېواد اقتصادي وضعیت د ښه کېدو په تړاو د نړۍوال بانک راپور ستایلی او هغه يې د حقیقت پر بنسټ بللی دی.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي چې نړۍوال بانک د روان میلادي کال د اګسټ په ۳۱مه د افغانستان اقتصادي وضعیت ښه کېدو په اړه یو راپور خپور کړی دی.

 د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت نن د یوې اعلامیې په خپرولو سره دغه راپور ستایلی او ويلي يې دي، که پر افغانستان نړۍوال بندیزونه لغوه شي نو لا ډېر پرمختګونه به رامنځته شي.

په اعلامیه کې راغلي: «د نړۍوال بانک راپور کې ویل شوي چې د انفلاسیون کچه د تېرو میاشتو په پرتله نوره هم ټیټه شوې، په کور دننه د خوراکي توکو په تولید کې زیاتوالی راغلی، د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت د پام وړ لوړ شوی، د خوراکي او غیرخوراکي توکو په بیو کې هم ټیټوالی راغلی دی.»

سرچینې د نړۍوال بانک راپور هرکلی کړی او ویلي يې دي، په دغه راپور کې ویل شوي چې د افغانستان په بانکي سیستم کې پرمختګ شوی او په ځانګړې توګه د سودارګریزو شرکتونو لپاره اسانتیاوې رامنځته شوې، کاري فرصتونه ډېر شوي دي.

په اعلامیه کې دا هم ويل شوي، نړۍوال بانک په خپل راپور کې اعتراف کړی چې د افغانستان صادراتو ترڅنګ د وارداتو او ملي عوایدو کچه هم زیاته شوې، د دولتي کارکوونکو معاشونه پر وخت ورکړل شوي او خلکو ته باکیفیته روغتیایي خدمات وړاندې شوي دي.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت په اعلامیه کې دغه راز راغلي: «د افغانستان اقتصادي وضعیت په تړاو د نړۍوال بانک په راپور کې راغلي واقعیتونه او پرمختګونه عیني واقعیتونه دي چې یاد بانک وړاندې کړي دي.»

په یاده اعلامیه کې راغلي: «د افغانستان اسلامي امارت پر دې باور دی چې که نړۍواله ټولنه مثبت تعامل ته مخه کړي، بندیزونه لرې او د افغانستان کنګل شوې شتمني ازاده کړي، نو افغانستان به د نورو برخو ترڅنګ په اقتصادي برخه کې په بشپړ ډول پرمختګ وکړي.»

دغه راز اعلامیه کې زیاته شوې: «د افغانستان اسلامي امارت له ټولو نړۍوالو سازمانونو غواړي چې د افغانستان په اړه نړۍ ته پرمختګونه په ډاګه کړي چې د هرې ورځې په تېرېدو سره په افغانستان کې رامنځته کېږي، په دې سره به نړۍ د افغانستان په واقعي وضعیت او دلته له ترسره شوو پرمختګونو خبره شي.»

په یاده اعلامیه کې له نړۍوال بانک څخه غوښتل شوي چې په افغانستان کې یې چې کومې پروژې نیمګړې پریښي پر هغو دې بېرته کار پیل او دا پروژې دې بشپړې کړي.

Views: 215

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.