کابل (پژواک، ۱۱ وږی ۱۴۰۲): د بښنې نړۍوال سازمان کابل او ځینو نورو سیمو کې د ۶۲ زره کمرو نصبول د افغانانو له بنسټیزو حقونو سرغړونه او شخصي حريم ته ننوتل وبلل، خو د کورنیو چارو وزارت دغه څرګندونې ردوي.
کورنیو چارو وزارت د روانې وږي میاشتې په نهمه وویل، په کابل ښار او نورو مهمو ځایونو کې د خلکو امنیت د لا ښه ټینګښت په موخه څه باندې ۶۲ زره امنیتي کمرې نصب شوې دي او دغه راز په پام کې ده چې څلورو کلونو کې د ټول هېواد په لویو لارو او نورو مهمو ځایونو کې دا ډول کمرې ولګوي.
د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکو هم له پژواک خبري اژانس سره خبرو کې د کورنیو چارو وزارت دغه اقدام ستایلی و او ویلي یې وو چې د امنیتي کمرو لګول د جرمونو په مخنیوي او د مجرمینو په نیولو کې مرسته کوي.
خو د بښنې نړۍوال سازمان تېره اونۍ وویل، د یادو ۶۲ زره کمرو نصبول د افغانانو له بنسټیزو حقونو سرغړونه او شخصي حريم ته ننوتل دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP