ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

شخصي وسایطو ته د ټکسي اسناد ورکولو د ثبت پروسه پیل شوه

شخصي وسایطو ته د ټکسي اسناد ورکولو د ثبت پروسه پیل شوه

author avatar
3 Sep 2023 - 17:39
شخصي وسایطو ته د ټکسي اسناد ورکولو د ثبت پروسه پیل شوه
author avatar
3 Sep 2023 - 17:39

کابل (پژواک، ۱۲ وږی ۱۴۰۲): کورنیو چارو وزارت وايي، د هغو شخصي وسایطو ثبتولو پروسه یې پیل کړې چې د ټکسي په ډول چلېږي او خبرداری ورکوي چې د دې پروسې له بشپړېدو وروسته له هغو خلکو سره قانوني چلند کوي چې له شخصي وسایطو د ټکسي کار اخلي.

دغه وزارت نن په یوه اعلامیه کې ویلي: «له ټولو هېوادوالو چې په اطرافي او ښاري مسیرونو کې له خپلو شخصي وسایطو د ټکسي په توګه کار اخلي، غوښتنه کېږي چې خپل وسایط د ټکسي په احصائیه کې شامل کړي او د ټکسي امر دې واخلي.»

یاده خبرپاڼه کې راغلي، سر له ننه یاد کسان کولی شي خپلو ولایتونو کې د ترافیکو ادارو ته د ټکسي احصایې ثبتولو لپاره مراجعه وکړي او مربوطه جدول کې دې ټکسي واسطه ثبت کړي څو له منظور شوې کړنلارې سره سم یې وسایط په احصائیه کې شامل شي.

په خبرپاڼه کې دغه راز راغلي، هغه وسایط چې ماډل یې له ۹۵ ټیټ وي، د اطرافي ټکسي امر او هغه وسایط چې ماډل یې ۹۵ یا له ۹۵ پورته وي، د ښاري ټکسي امر او دغه راز هغه وسایط چې ماډل یې ۲۰۰۰ یا له هغه جګ وي، د کابل د شنې سیمې د ټکسي امر ورته ورکول کېږي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.