کابل (پژواک، ۱۲ وږی ۱۴۰۲): کورنیو چارو وزارت وايي، د هغو شخصي وسایطو ثبتولو پروسه یې پیل کړې چې د ټکسي په ډول چلېږي او خبرداری ورکوي چې د دې پروسې له بشپړېدو وروسته له هغو خلکو سره قانوني چلند کوي چې له شخصي وسایطو د ټکسي کار اخلي.
دغه وزارت نن په یوه اعلامیه کې ویلي: «له ټولو هېوادوالو چې په اطرافي او ښاري مسیرونو کې له خپلو شخصي وسایطو د ټکسي په توګه کار اخلي، غوښتنه کېږي چې خپل وسایط د ټکسي په احصائیه کې شامل کړي او د ټکسي امر دې واخلي.»
یاده خبرپاڼه کې راغلي، سر له ننه یاد کسان کولی شي خپلو ولایتونو کې د ترافیکو ادارو ته د ټکسي احصایې ثبتولو لپاره مراجعه وکړي او مربوطه جدول کې دې ټکسي واسطه ثبت کړي څو له منظور شوې کړنلارې سره سم یې وسایط په احصائیه کې شامل شي.
په خبرپاڼه کې دغه راز راغلي، هغه وسایط چې ماډل یې له ۹۵ ټیټ وي، د اطرافي ټکسي امر او هغه وسایط چې ماډل یې ۹۵ یا له ۹۵ پورته وي، د ښاري ټکسي امر او دغه راز هغه وسایط چې ماډل یې ۲۰۰۰ یا له هغه جګ وي، د کابل د شنې سیمې د ټکسي امر ورته ورکول کېږي.
خبرپاڼه کاږي، که د دې پروسې له بشپړېدو وروسته په ښاري او اطرافي مسیرونو کې له شخصي وسایطو د ټکسي په توګه استفاده وشي، له هغو سره به قانوني چلند وشي.
په پای کې له هغو کسانو غوښتل شوي چې له خپلو شخصي وسایطو د ټکسي په توګه استفاده کوي، ژر دې اړوندو ترافیکي ادارو ته مراجعه وکړي او وسایط دې ثبت کړي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










