[restrict paid=”true”]
اټلانټا (پژواک، ۱۱ وږی ۱۴۰۲): د راپورونو له مخې، په عراق کې د ترافیکي پېښې له امله د څلورو افغان زیارتکوونکو په ګډون ۱۹ کسان مړه شوي دي.
د عراق دولتي اژانس خبر ورکړی چې دا پېښه د شنبې ورځ د صلاحالدین ولایت په شمال کې شوې ده.
سرچینې زیاته کړې چې په یاد ولایت کې د اربعین مراسمو ګډونوال او زایرین له یوې ترافیکي پېښې سره مخ شوي چې له امله یې ۱۹ کسان مړه او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.
د راپورونو له مخې، په قربانیانو کې څلور افغانان او پاتې نور د ایران او عراق اوسېدونکي دي.
[/restrict]
Views: 40
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن