Language

ننګرهار کې لسګونه زره څارویو ته د ناروغیو مخینوي په موخه د واکسين کمپاین پيل شو

جلال‌اباد (پژواک، ۱۲ وږی ۱۴۰۲): د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رياست ویلي، نن يې د دغه ولایت په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې ۱۰۶ زره څارویو ته د ناروغیو مخنیوي په موخه د واکسین کمپاین پیل کړ.

د ننګرهار د کرنې، اوبو اګولو او مالدارۍ رييس مولوي عبدالستار محمد وايي چې د دغه ولايت په چپرهار، بهسود، کامه، دره نور، رودات،  سره رود،  خوږیاڼي،  شېرزاد،  حصارک  او کوز کونړ ولسوالیو  کې ۱۰۶ زره وړو څارویو ته د طاعون او پوستکي ناروغیو مخنیوي واکسین د تطبیق چارې پيل شوې.

دی زياتوي، د دغه واکسين د تطبیق موخه په وړو څارویو کې د داخلي پرازیتونو، د پي‌پي‌ار او پوستکي د دانو ناروغیو مخنیوی، د محصولاتو زیاتوالی، د څارويو د مړینې کموالی او د مالدارانو د عاید لوړوالی دی.

د هغه د معلوماتو له مخې، دغه کمپاین کې چې په ۱۵ ورځو کې د ۲۰ سیمه‌ییزو کلینیکونو له خوا تطبیقېږي،  ۵۳ زره واړه څاروي د پي‌‎پي‌ار او ۵۳ زره حیوانات به د پوستکي د دانو ناروغیو مخنیوي په موخه واکسین شي.

ننګرهار کې څاروي لرونکي د دغه کمپاين له پيله خوښ دي او غوښتنه کوي چې ټولو ولسواليو کې بايد دغه کمپاين ترسره شي.

عبدالقدوس چې د ننګرهار د سره‌رود اوسېدونکی دی او څارويو ته يې دغه واکسين تطبيق شوی وايي، که پاتې ولسواليو کې هم دا واکسين وشي نو د ټول ولايت څاروي به له دغو ناروغيو خلاص شي.