Language

د پروان پولیس: د موټرو د غلو څلورکسیزه ډله مو نیولې ده

چاریکار (پژواک، ۱۱ وږی ۱۴۰۲): د پروان امنيه قومانداني وايي، د موټرو د غلا په تور یې څلورکسیزه ډله د موټرو له جعلي اسنادو سره نیولي دي.

د پروان امنیې قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې له یادو کسانو یې تېره ورځ لومړی یو کس د دغه ولایت د مرکز اړوند د دویمې امنیتي حوزې په سیمه که هغه مهال نیولي چې غوښتل یې یو سراچه موټر وتښتوي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه کس د پنجشېر ولایت اصلي اوسېدونکی دی او اوسمهال په کابل کې ژوند کوي.

سرچینه زیاتوي، امنیتي کسانو له یاد کس څخه له څېړنو وروسته درې نور هغه کسان هم ونیول چې په دې غلاوو کې ښکېل دي.

امنیې قوماندانۍ ویلي چې یو تورن کس له سیمې تښتېدلی خو د نیولو لپاره یې هڅې روانې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي: «له نیول شوو کسانو سره یو لړ کلیانې (شاه کلي) او د موټرو جعلي اسناد هم نیول شوي دي.»