Pajhwok Afghan News

د قطر خیریه بنسټ کندهار کې ۴۰۰ بستریز روغتون جوړوي

کندهار (پژواک، ۱۲ وږی ۱۴۰۲): د قطر خیریه بنسټ استازو د کندهار له والي ملا شېرین اخند سره لیدنه کې ژمنه کړې چې په دغه ولایت کې ۴۰۰ بستريز روغتون جوړوي.

د کندهار ولایت له مقامه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د قطر الخیریه بنسټ دوو استازو انجنیر جمال قاسم‌محمد او ډاکټر عبدالمجید عبدالقوي الحمیدي د دغه ولایت له والي ملا شېرین اخند سره په لیدنه کې ویلي، دوی د همدې موضوع په اړه له مسوولینو سره د خبرو لپاره کندهار ته راغلي دي.

د خبرپاڼي په حواله، د دغه بنسټ یوه استازي انجنیر جمال قاسم‌محمد ویلي، دوی به دغه راز د کندهار د عینو مېنې له ۳۵۰ بستریز روغتون سره هم د روغتیايي تجهیزاتو په برخه کې مرسته وکړي.

د قطر خیریه بنسټ استازو د کندهار میرویس حوزوي روغتونه هم لیدنه کړې او ویلي یې دي چې د روغتیا په برخه کې د اړتیاوو په اړه به ټول معلومات له خپل مرکزي دفتر سره شریک کړي.

د ولایت مقام خبرپاڼه زیاتوي، په دې لیدنه کې د کندهار والي ملا شېرین اخند ویلي، افغانان له ډېرو کلونو راهیسي سخت ځپل شوي نو اوس باید په هره برخه کې ورسره همکاري وشي.

والي زیاته کړې چې د اسلامي امارت له راتګ سره د هر هېواد ادارو او خیریه بنسټونو ته دلته د کار ښه زمینه برابره ده.

Views: 49

Exit mobile version