کندهار (پژواک، ۱۳ وږی ۱۴۰۲): کندهار کې د رُبجوړولو فابریکې مسوولین وايي، ورځنی تولید يې سل ټنو ته رسولی خو حکومت دې له بهره پر واردېدونکي رُب تعرفه لوړه کړي.
د دې فابریکې مسوول بشیراحمد صافی وايي، دوی د فابریکې لپاره ماشینري درې کاله وړاندې پېرلې وه خو په وینا يې تولیدات يې سږ کال پيل کړل.
هغه وایي: «پر دې فابریکه مو شپږ میلیونه ډالر پانګونه کړې چې په ۲۴ ساعته کې د ۳۵۰ ټنه رب د تولید ظرفیت لري خو اوسمهال هره ورځ سل ټنه رُب تولیدوو.»
د هغه په وینا، فابریکې ته رومیان د کندهار سربیره له هلمند، فراه، غزني، لوګر، میدانوردګ او ځینو نورو ولایتونو راوړي چې له کروندګرو سره یې د رومیانو په پلور کې هم ډېره مرسته کړې ده.
هغه وایي، پلان لري په راتلونکي کې د تولید کچه نوره هم لوړه کړي او که حکومت ورته کافي اندازه برېښنا برابره کړي نو نورو هېوادونو ته به هم رُب صادر کړي.
هغه زیاته کړه: «زموږ رُب د کیفیت له اړخه له هر ډول خارجي تولیداتو ښه دی او بیه یې هم ټيټه ده.»
هغه وویل، حکومت باید له بهره پر واردېدونکي رُب تعرفه لوړه کړي څو وطني رُب ښه بازار ولري؛ ځکه وارداتي رُب کیفیت هم ټیټ دی.
د دې فابریکې تخنیکي مسوول عبدالوارث وایي: «دلته ډېر کسان کار کوي، له خپله کاره راضي یو که، چېرې داسي فابریکې نورې هم زیاتې شي، د برق مشکل حل شي، نور ډېر بېروزګاره کسان به هم په کار اخته شي.»
د دې فابریکه یو کارکوونکی محبالله وایي، خوښ دی چې د کار زمینه ورته برابره شوې او کار یې ډېر اسانه دی.
هغه خوښي څرګنده کړه چې په خپل هېواد کې کار کوي او د دې کار ګټه بزګر، دوکاندار او عامو خلکو ته رسېږي.
د کندهار صنایعو او کانونو خونې مسوولین هم د دې فابریکې فعالیت یو ښه ګام بولي او وايي، پر ټولو هغه وارداتي توکو باید تعرفه لوړه شي چې دلته په وطن کې یې تولید شته.
د دې خونې رییس سید سرور اماني پژواک خبري اژانس ته وویل، هغه رُب چې دلته تولیدیږي تر بهرنیو یې کیفیت ډېر لوړ دی خو بیا هم بهرنی رُب هېواد ته راوړل کېږي نو مخنیوی یې په دې سره کېدای شي چې تعرفه ورباندي لوړه شي.
هغه زیاته کړه: «اول خو ټولو هېوادوالو ته په کار ده که تجاران وي یا نور کسان، د خپل وطن تولید ته کار وکړي او بل هغه ورداتي توکي چې دلته موږ تولید هم لرو باید تعرفه دومره ورباندي لوړه شي چې تجار یې هېواد ته وارد نه کړي.»
هغه وویل، ځيني وخت کله چې دلته هېواد کې تولیدي فابریکې په فعالیت پیل کوي نور هېوادونه هڅه کوي چې په ډېره ټيټه بیه خپل توکي افغانستان ته راواستوي، څو دلته په هغه اړوند برخه کې فعاله فابریکې فلج کړي چې د دې کار مخنیوی حکومت یوازې د تعرفې په لوړولو سره کولای شي.
کندهار کې د رُب جوړولو فابریکې د مسوولینو د معلوماتو له مخې، له اووه ټنه رومیانو یو ټن روب تولیدیږي او د افغانستان بېلابېلو سیمو ته يې استوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP