Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

حقاني: د نجونو زده‌کړو ستونزه به له شرایطو سره سم هواره شي

کابل (پژواک، ۱۳ وږي ۱۴۰۲): د کورنیو چارو سرپرست وزیر هېواد ته د اسلامي همکاریو سازمان له راغلي پلاوي سره په لیدنه کې ویلي، د نجونو زده‌کړې د ټولنې اړتیا ده او دغه ستونزه به له شرايطو سره سم هواره شي.

د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست وزیر سراج‌الدین حقاني نن هېواد ته د اسلامي همکاريو سازمان له راغلي پلاوي سره وليدل.

سرچېنې لیکلي، په دې لېدنه کې د اسلامي همکاريو سازمان غړو، هېواد کې د امنيت او ثبات ستاينه وکړه او ویلي یې دي چې اسلامي امارت د د تېرو دوو کلونو په اوږدو کې د سراسري امنيت پر ټينګښت سربېره په بېلابېلو برخو کې د پام وړ پرمختګ وکړي.

یاد پلاوي ویلي، تعلیم د نارینه او ښځینه وو ګډ حق دی او د دیني تعلیم ترڅنګ عصري زده‌کړې د ټولنې پرمختګ ته لار هواروي.

د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج‌الدین حقاني هم ویل، افغانستان د هرې ورځې په تېرېدو د پرمختګ لوري ته ګامونه پورته کوي او تعلیم د مسلمانانو شريکه اړتيا ده او له راغلي پلاوي یې غوښتي چې په دې برخه کې له زغم او حوصلې کار واخلي.

حقاني زیاته کړې چې د نجونو زده کړې د افغاني ټولنې اړتیا ده چې له شرایطو سره سم به دغه ستونزه هواریږي.

دا په داسې حال کې ده چې د ۱۴۰۱ کال د وري مياشتې په لومړيو کې اسلامي امارت په افغانستان کې د نجونو له شپږم ټولګي پورته ښوونځيو او د همدغه کال په لیندۍ میاشت کې د نجونو پوهنتونونو فعالیت تر دویم امر پورې وځنډاوه، خو ویلي یې دي چې دغه پرېکړه دایمي نه ده او هڅې روانې دي چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې ورته حل‌لاره پیدا شي.

حقاني همدا راز ویلي، اسلامي امارت چې په کومه بڼه نړۍ ته تشرېح شوی، هسې نه بلکې په خبره يې افغانان له خير او تعامل څخه ډک خلک دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.