Language

خوست کې د ځنګله وهلو په تور ۸۰ کسان نيول شوي

خوست ښار (پژواک، ١٣ وږی ۱۴۰۲): خوست کې د ځنګلونو وهلو مخنيوي قطعې مسوولين وايي چې په تېر يونيم کال کې په دغه ولايت کې د ځنګله وهلو په تور ٨٠ کسان نيول شوي دي.

د دې قطعې مرستيال محمديونس محمدي پژواک خبري اژانس ته وويل چې دوی په ټولو ولسواليو کې د ځنګل وهنې د مخنيوي په موخه شپه او ورځ ګزمې کوي او هغه کسان نيسي چې ځنګل وهي.

نوموړي وويل چې په تېر يو نيم کال کې دوی نږدې ۸۰ کسان د ځنګل وهنې په تور نيولي او عدلي او قضايي ارګانونو ته يې معرفي کړي دي.

هغه زياته کړه: «موږ په ټولو ولسواليو کې فعاليت کوو او هغه خلک چې ځنګل پرې کوي موږ يې مخنيوی کوو او نيسو يې، تېره ورځ مو هم دوه منده ولسوالۍ کې ۲۰ کسان نيولي، د دې قطعې له رامنځته کېدو راهیسې تقريباً په ځنګل وهنه کې ۹۰ سلنه کموالی راغلی دی.»

محمدي وويل چې په تېر يو نيم کال کې ۱۱۵۰ خرواره شنه وهل شوي لرګي او ۱۷۰۰ عدده مختلف النوع چارتراش لرګي هم نيول شوي دي.

هغه په ورته وخت کې له ځايي خلکو وغوښتل چې د ځنګل له قطع کولو دې لاس واخلي او د پيسو ګټلو لپاره دې بل کاروبار پيل کړي.

بلخوا د خوست کرنې او مالدارۍ رياست مسوولين وايي په دغه ولايت کې د ځنګلونو د بيا احيا لپاره يې بېلابېل پروګرامونه او پروژې تر کار لاندې دي.

د خوست د کرنې او مالدارۍ رياست د طبيعي منابعو امر کمال‌الدين کمال پژواک ته وويل، د راتلونکي پسرلي په موسم کې د دغه ولايت په ځنګلونو کې د سلګونه زره مثمرو نيالګيو د کېنولو پلان لري.

هغه زياتوي: «سږ کال مو يوازې سپېرې او ځاځي ميدان ولسواليو ته ۲۲۴ زره او ۵ سوه د جلغوزو او چارمغزو نيالګي انتقال کړي چې راتلونکي پسرلي کې به ان شاء الله د يادو ولسواليو په ځنګلونو کې کينول شي.»

کمال دغه راز وويل چې روان کال د صبريو، باک او ځاځي ميدان ولسواليو په ځنګلونو کې هم د UN-FAO  په نوم د يوې مرستنديه ادارې په همکارۍ شاوخوا ۱۲۹ زره مثمر او غيرمثمر نيالګي کينول شوي.

نوموړي وويل، د دغو نيالګيو د ساتنې او د ځنګلونو د بيا احيا لپاره په يادو ولسواليو کې د اوبو د لسو ذخيروي ډنډونو جوړولو کار هم روان دی چې هر يو يې د دوه سوه زره ليتره اوبو د زېرمه کولو ظرفيت لري.

هغه دغه راز پژواک سره په خبرو کې د ځنګلونو په بيا احيا او ساتنه کې د خلکو همکاري هم اړينه وبلله او له هغوی يې غوښتنه وکړه چې په ياده برخه کې پوره همکاري وکړي.

د يادونې ده، د خوست ولايت ډېرى غرونه، د څېړۍ، نښترو او جلغوزو په ونو پوښلي دي.

Related Topics