Language

چین او قطر د یوه باثبات افغانستان لپاره د همکارۍ او تعامل پر پیاوړتیا ټینګار وکړ

کابل (پژواک، ۱۳ سنبله ۱۴۰۲): د قطر دولت په بهرنیو چارو کې سلاکار وزیر د افغانستان لپاره د چین له ځانګړي استازي سره په لیدنه کې د یوه باثبات او سوله‌ییز افغانستان لپاره د تعامل پر پیاوړتیا، دوه اړخیزې همکارۍ او همغږۍ ټینګار وکړ.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت پرون ناوخته د افغانستان لپاره د قطر دولت بهرنیو چارو سلاکار وزیر محمد بن عبدالعزیز الخلیفي د افغانستان لپاره د چین له ځانګړي استازي بایو شیائویونګ سره د لیدنې خبر ورکړی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي، په یاده لیدنه کې دواړو خواوو د یوه باثبات او سوله‌ییز افغانستان لپاره پر دوه اړخیزو همکاریو او د تعامل پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.

د قطر بهرنیو چارو وزارت له قوله، په یاده لیدنه کې د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي د افغانستان په قضیه کې د دغه هېواد د رغنده رول هرکلی کړی دی.

login or register a new account.