ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانۍ ارزښت بېرته ټیټېدل؛ صرافان وايي، دا یو موقتي تغییر دی

د افغانۍ ارزښت بېرته ټیټېدل؛ صرافان وايي، دا یو موقتي تغییر دی

کابل (پژواک، ۱۳ وږی ۱۴۰۲): نن د پنځو ورځو مخکې په پرتله د افغانیو پر وړاندې د ډالرو ارزښت لس سلنه لوړ شوی خو د کابل ښار د شهزاده سرای صرافانو اتحادیه وایي چې دغه حالت موقتي دی او افغانۍ ارزښت به بېرته لوړ شي.

د یادونې ده، د روان کال په چنګاښ میاشت کې د ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت لږ لږ لوړېده څو چې د روان کال د زمري میاشتې په ۲۲مه د یوه امریکایي ډالر د پېر بیه ۸۶،۱۰ افغانیو ته راټيټه شوه.

دغه راز د شهزاده سرای د صرافانو د معلوماتو له مخې، د وږي په ۹مه د یوه امریکایي ډالر د پېر بیه ۷۲،۸۰ افغانیو ته راورسېد.

هغوی ویل چې د ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت لوړېدو لاملونه د مرکزي بانک له خوا د ډېرو ډالرو پلور او په سوېلي ولایتونو کې پر پاکستانۍ کلداره بندیز دي.

خو له پرون راهیسې د افغانۍ پر وړاندې د ډالر ارزښت بېرته لوړ شوی دی.

د کابل ښار په شهزاده سرای کې د صداقت صرافۍ مالک حاجي حسین پژواک ته وویل چې نن ماسپښین دوه بجې د یوه ډالر د پېر ارزښت ۸۰،۵۰ افغانۍ ده.

نوموړی د ډالر د بېرته پورته کېدو په اړه وایي: «ډېری خلک افغانۍ بازار ته راوړي او ډالر اخلي؛ نو له همدې کبله افغانۍ په بازار کې ډېره شوې او ارزښت یې ټیټ شوی دی.»

په ورته وخت کې د کابل ښار د شهزاده سرای یوه بل صراف محمدنادر د ډالر پر وړاندې د افغانۍ ټيټېدو په اړه وایي: «د بازار وضعیت هیڅ معلوم نه دی، په دغه وضعیت کې خلک نه پوهېږي، خپلې افغانۍ تبادله کوي چې له امله یې د ډالر ارزښت لوړ شوی دی.»

د هغه په خبره، په دغه حالت کې ځيني صرافان زیانمن شوي او ځینو ګټه وکړه.

د شهزاده سرای د صرافانو اتحادیې ویاند عبدالرحمن ځیرک پژواک ته وویل: «له بده مرغه باید ووایم چې د افغانیو وضعیت له پرون راهیسې د تېرو دوو ورځو په پرتله خراب شوی؛ اوس یو ډالر په ۸۰،۵۰ تر ۸۱ افغانیو تبادله کېږي خو دا یو موقتي حالت دی.»

نوموړي زیاته کړه: «زه په ډاډ وایم چې ان‌شاءالله د افغانیو ارزښت به بیا ځلي لوړ شي، خلک لږ وارخطا وو، هر چا چې افغانۍ درلودې، کوښښ یې وکړ چې ډالر واخلي او دې چارې پر بازار فشار راووړ او د هغه بیه لوړه شوه.»

د ډالر پر وړاندې افغانۍ په داسې حال کې ټیټيږي چې تېره ورځ مرکزي بانک ۱۳ میلیون ډالر لیلام کړل او نن هم دغه بانک اعلان وکړ چې سبا به هم ۱۶ میلیون ډالر لیلام کړي.

Views: 92

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.