مهترلام (پژواک، ۱۳ وږي ۱۴۰۲): د لغمان امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په الینګار ولسوالۍ کې درېنیم زره کیلوګرامه راټول شوي د ومان بوټي وسوځول شول.
د لغمان امنیې قوماندانۍ ویاند یونس یوسفزي د یادو څرګندو ترڅنګ پژواک خبري اژانس ته وویل چې د اومانو دغه بوټي له یوې اونۍ راهېسې په بېلابېلو سېمو کې د امنیتي ځواکونو له لورې نیول شوي وو.
هغه زیاته کړه چې د امنیتي کسانو له لورې یاد راټول شوي بوټي نن د الینګار ولسوالۍ اړوند کچور سالاب سېمه کې وسوځول شول.
د ومانو بوټي په غرونو کې را زرغونېږي او په نشهیي توکیو کې ترې کار اخېستل کیږي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP