منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۴۷ غ.م
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

لغمان کې درې‌نیم زره کیلوګرامه ومان وسوځول شول

· ۱ دقیقه لوستل · ۲۲۱ کتنې · تازه شوی

مهترلام (پژواک، ۱۳ وږي ۱۴۰۲): د لغمان امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په الینګار ولسوالۍ کې درې‌نیم زره کیلوګرامه راټول شوي د ومان بوټي وسوځول شول.

د لغمان امنیې قوماندانۍ ویاند یونس یوسفزي د یادو څرګندو ترڅنګ پژواک خبري اژانس ته وویل چې د اومانو دغه بوټي له یوې اونۍ راهېسې په بېلابېلو سېمو کې د امنیتي ځواکونو له لورې نیول شوي وو.

هغه زیاته کړه چې د امنیتي کسانو له لورې یاد راټول شوي بوټي نن د الینګار ولسوالۍ اړوند کچور سالاب سېمه کې وسوځول شول.

د ومانو بوټي په غرونو کې را زرغونېږي او په نشه‌یي توکیو کې ترې کار اخېستل کیږي.

‎د یادونې ده چې په هېواد کې نشه‌يي توکو کرکیله، پېر او پلور منع دي او له سرغړوونکي مجرمین ګڼل کېږي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه