Language

متقي د مالیزیا بهرنیو چارو وزارت استازي ته: افغانستان کې د پانګونې لپاره ښه فرصتونه شته

کابل (پژواک، ۱۴ وږی ۱۴۰۲): د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د مالیزیا بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي سره په لیدنه کې ویلي، افغانستان کې د دواړو هېوادونو د سوداګرو لپاره د پانګونې او سفر ښه فرصتونه شته چې باید ګټه ترې واخیستل شي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند حافظ ضیااحمد تکل په اېکس‌پانه کې د یوه پیغام په خپرولو سره د مالیزیا بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي احمداعظم عبدالرحمن سره د افغانستان بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي له لیدنې خبر ورکړی دی.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت سرپرست په دې لیدنه کې له احمداعظم څخه غوښتي څو د دواړو هېوادونو د اړیکو د پرمختګ لپاره رغنده رول ولوبوي.

سرچینې ویلي چې یاده لیدنه کې احمداعظم د افغانستان له اوسني امنیتي وضعیته خوښي څرګنده کړې ده.

login or register a new account.