Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کندهار ښار کې د تېلو یوه ټانکر چاودنې له امله یو کس مړ شوی

کندهار (پژواک، ۱۴ وږی ۱۴۰۲): د کندهار په مرکز کې نن سهار د تېلو کوچني ټانکر د چاودنې له امله یو کس ژوند له لاسه وکړی دی.

د پېښې عیني شاهدانو پژواک خبري اژانس ته وویل، پېښه د دغه ښار درېیمې حوزې اړوند ښکاپر د روازې سړک پر غاړه هغه مهال رامنځته شوې چې د روح‌الله په نوم یو فلزکار د تېلو یوه ټانکر پر ترمیم لګیا و.

د سیمې یوه هټۍوال ندامحمد پژواک ته وویل، دوی په خپله هټۍ کې وو چې د چاودنې غږ يې واورېده او په وینا يې د روح‌الله په نوم یو فلزکار مړ شوی او د هغه یو شاګرد ټپي دی.

د کندهار مسوولینو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.