Language

هرات کې د پُستي کوډ ملي پروژه پرانیستل شوه

هرات (پژواک، ۱۴ وږی ۱۴۰۲): د هرات ځایي مسوولین وایي چې له کابل وروسته دغه ولایت کې د پُستي کوډ ملي پروژه پرانیستل شوه.

دغه پروژه نن (سه‌شنبه) د ځایي چارواکو په حضور کې هرات کې پرانیستل شوه.

د هرات والي نوراحمد اسلام‌جار د یادې پروژې پرانیست غونډه کې وویل چې مخابراتي اسانتیاوو ته پاملرنه د دوی د لومړیتوبونو برخه ده او په دې برخه کې نظام هر اړخیزه هڅه کوي چې خلک باید په ښه ډول له انټرنټي اسانتیاوو برخمن شي.

په ورته وخت کې، د دغه ولایت د مخابراتو او تکنالوجۍ رییس حافظ خیرالله له یادې پروژې هرکلی وکړ او زیاته یې کړه: «خوښ یم چې وتوانېدو خپلو خلکو ته دغه ولایت کې یوه بله اسانتیا برابره کړو چې دا مهمه چاره کولای شي کاري چارو کې اسانتیاوې ډېرې کړي.»

login or register a new account.