ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان سریلانکا ته هم لوبه وبایله او د اسیایي جام له سیالیو ووت

افغانستان سریلانکا ته هم لوبه وبایله او د اسیایي جام له سیالیو ووت

author avatar
6 Sep 2023 - 00:53
افغانستان سریلانکا ته هم لوبه وبایله او د اسیایي جام له سیالیو ووت
author avatar
6 Sep 2023 - 00:53

کابل (پژواک، ۱۴ وږی ۱۴۰۲): د کرکټ اسیایي جام سیالیو په لړ کې سریلانکا افغانستان ته په ماتې ورکولو سره دویم پړاو ته لاره پیدا کړه او افغانستان له دې سیالیو ووت.

دا لوبه تېره شپه د پاکستان د لاهور ښار په قذافي میدان کې ترسره شوه؛ د دغه میدان پېچ د توپ‌وهونکو لپاره غوره دی او په تېرو لوبو کې په کې ډېرې منډې شوې دي.

د کرکټ مشهورې وېبباڼې ـ(کرېک انفو) د دې لوبې په اړه لیکلي وو، سریلانکا یوازې په ګټلو دویم پړاو ته ځي، خو افغانستان په ساده ګټلو هم دویم پړاو ته نه شي تللی، باید په ستر توپیر سره یې وګټي.

سرچینې زیاته کړې، که چېرې افغانستان لومړۍ توپوهنه وکړه او ۲۷۵ منډې یې وکړې، نو دوی باید له سریلانکا دا لوبه د ۶۸ منډو په توپیر وګټي، یعنې سریلانکا باید په ۲۰۷ منډو وسوځوي، څو د منډو اوسط یې له سریلانکا لوړ شي.

کرېک انفو په خپل راپور کې ویلي، که چېرې سریلانکا لومړی توپوهنه وکړي او هر څومره هدف چې ورکړي، افغانستان باید دغه هدف په ۳۵ اورونو کې ترلاسه کړي.

د دې مهمې لوبې پچه سریلانکا وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه، که څه هم دوی ښه پیل وکړ، خو افغان لوبغاړي ګلبدین نایب یې درې لوبغاړي تر سلو منډو مخکې وسوځول، خو نورو سریلانکایي لوبغاړو بیا ښه لوبه وکړه.

سریلانکا په پنځوسو اورونو د اتو لوبغاړو په سوځېدو ۲۹۱ منډې جوړې کړې او افغانستان ته یې د ۲۹۲ منډو هدف ورکړ خو افغانستان د دې لپاره چې دویم پړاو ته لاره پیدا کړي، باید دغه هدف یې په ۳۷ اورونو کې پوره کړی وای.

د افغانستان له لوري ګلبدین نایب څلور او راشد خان دوه لوبغاړي وسوځول، یو لوبغاړی مجیب وسوځاوه.

د افغانستان لوبغاړو چې کله توپوهنه وکړه، د پیل دوه لوبغاړي ګربز او ابراهیم ژر ژر وسوځېدل او لوبډله تر فشار لاندې راغله، ګربز څلور او ابراهیم اووه منډې وکړې، ګلبدین نایب هم په ۲۲ منډو وسوځېد خو وروسته لومړی رحمت‌شاه او حشمت او بیا محمدنبي او حشمت ښه ملګرتیا وکړه او د افغانستان منډې یې تر ۲۰۰ واړولې.

محمدنبي تېزه پنځوسیزه ووهله او د پنځو شپږیزو پر مټ یې ۶۵ منډې جوړې کړې، حشمت ۵۹ او رحمت‌شاه ۴۵ منډې وکړې. وروسته بیا نجیب ځدراڼ ۲۳ کریم جنت ۲۲ او راشد خان ۲۷ ناسوځېدلې منډې وکړې.

په اته دېرشم اوور کې چې افغانستان نږدې و، لوبه وګټي او دویم پړاو ته ولاړ شي خو د فاروقي او مجیب په سوځېدو سره افغانستان ماتې وخوړه.

افغانستان او سریلانکا له دې مخکې په لسو یو ورځنیو نړۍوالو لوبو کې مسابقې کړې چې شپږ سریلانکا او درې افغانستان ګټلې او یوه لوبه مساوي پای ته رسېدلې ده.

د کرکټ اسیایي جام سیالیو له بل ګروپه پاکستان او هندوستان دویم پړاو ته لاره موندلې ده.

 

Views: 89

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.