میدانښار(پژواک، ۱۵وږی ۱۴۰۲): د میدانوردګ په مرکز میدانښار کې نن د دغه ولایت د ښاروالۍ له خوا د ۴۶ اعشاریه ۹ میلیون افغانیو په لګښت د یوه سوداګریز مارکېټ ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د دغه ولایت مسوولین وايي، دغه مارکېټ د ښاروالۍ له داخلي بودجې د شاوخوا پنځو کلونو په اوږدو کې جوړ شوی چې د ګوربت په نوم پنځه ستوری هوټل هم لري.
د میدانوردګو ولایت مقام پژواک خبري اژانس ته په رالېږلې خبرپاڼه کې ویلي، دغه مارکېټ ۶۰۰ متره مربع ځمکه کې په پنځو پوړو کې جوړ شوی دی.
سرچینه وایي، په دغه مارکېټ کې کوچني او لوی دوکانونه، هالونه او رسټورانټونه شتون لري چې ښاروالۍ لپاره به د یوه ښه عایداتي سرچینه وي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP