<p style="text-align: justify;">میدانښار(پژواک، ۱۵وږی ۱۴۰۲): د میدانوردګ په مرکز میدانښار کې نن د دغه ولایت د ښاروالۍ له خوا د ۴۶ اعشاریه ۹ میلیون افغانیو په لګښت د یوه سوداګریز مارکېټ ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.</p>
<p style="text-align: justify;">د دغه ولایت مسوولین وايي، دغه مارکېټ د ښاروالۍ له داخلي بودجې د شاوخوا پنځو کلونو په اوږدو کې جوړ شوی چې د ګوربت په نوم پنځه ستوری هوټل هم لري.</p>
<p style="text-align: justify;">د میدانوردګو ولایت مقام پژواک خبري اژانس ته په رالېږلې خبرپاڼه کې ویلي، دغه مارکېټ ۶۰۰ متره مربع ځمکه کې په پنځو پوړو کې جوړ شوی دی.</p>
<p style="text-align: justify;">سرچینه وایي، په دغه مارکېټ کې کوچني او لوی دوکانونه، هالونه او رسټورانټونه شتون لري چې ښاروالۍ لپاره به د یوه ښه عایداتي سرچینه وي.</p>