ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غزني کې یو شمېر بزګر او بڼوال: پر کلدارو راکړه ورکړې له زیان سره مخ کړي یو

غزني کې یو شمېر بزګر او بڼوال: پر کلدارو راکړه ورکړې له زیان سره مخ کړي یو

غزني‌ښار (پژواک، ۱۵ وږی ۱۴۰۲): په غزني ولایت کې یو شمېر بزګران او بڼوال وايي چې په دغه ولایت کې پېر او پلور د افغانۍ پر ځای پر پاکستانۍ کلدارو ترسره کېږي چې له امله یې ډېری وخت پېرېدونکي او پلورونکي دواړه له تاوان سره مخ کېږي.

د هغوی په خبره، په دې وروستیو کې د کلدارو د ارزښت ټیټېدوله امله مخ په تاوان روان دي.

غزني کې یو بزګر نوراحمد پژواک خبري اژانس ته وویل، دلته ټول پېر او پلور په پاکستانۍ کلدارو کېږي او اوس چې د کرنیز توکو د ټولولو وخت را رسېدلی، دوی سبزي او مېوې په کلدارو پلوري، که یې ونه پلوري، سړې خوني نشته هر څه یې خرابېږي او لا زیات تاوان کوي.

نوموړی وايي: «کروندګر تل د حاصلاتو په وخت له زیانونو سره مخ شوي چې یا په دغه موسم کې بارانونه وشي، کرنیز حاصلات خراب کړي یا سېلابونه راووځي هر څه له ځان سره یوسي، یا هېواد سقوط شي، یا ګاونډي هېوادونه په دغه موسم کې خپلې دروازې وتړي چې زموږ هر څه تر نیمي بیې کته خرڅېږي او یا هم لکه اوس پیسې خپل ارزښت له لاسه ورکړي او موږ له زیاتو ستونزو سره مخ کړي.»

یو بل بڼوال سمیع‌الله  وایي چې د غزني خلک غریب دي له کرکېلې مخکې د جنس لکه کود، تېل او نورو د اخېستو توان نه لري، نو هر څه د حاصلاتو له رسېدو مخکې په قرض اخلي، سږ کال یې جنس په لوړه بیه اخیستی اوس کلداره لوېدلې او د دوی حاصلات په کمه بیه پېرل کېږي چې یو شمېر بزګران او بڼوال یې له زیان سره مخ کړي.

هغه وویل، په دغه ولایت کې بزګرانو او بڼوالو د پاکستانۍ کلدارو ارزښت ټیټېدو له کبله له میلیونونو افغانیو زیان سره مخ شوي دي.

نوموړي زیاته کړه: «حاصلات مې په کلدارو خرڅ کړي او کلداره هم ډېره لوېدلې، اوس بزګران په کلداره کې تاواني شوي، له اسلامي امارته هیله لرم څو دې برخې ته پاملرنه زیاته کړي.»

بلخوا یو اقتصاد پوه رفاند افغان پژواک ته وویل، غیرعادلانه وېش په اقتصاد کې لوی بحث دی، د‌ غیرعادلانه وېش، په اړه مبهمه پوه او د بازار نه تحلیل هم ځیني وخت لامل کېږي چې ځیني خلک له تاوان سره مخ شي؛ ځکه چې دویمه کتګوري خلک یعني هغه چې سوداګر دي، بیا ډېر خوښ بریښې، ځکه نغد جنس په لاس کې لري او کولای شي په هره کرنسي چې دوی غواړي ویې پلوري.

هغه زیاتوي: «دلته لویه ستونزه د بزګرو او باغدارنو په پوهاوي نه درلودلو کې ده، سودا له وخت مخکې وکړي، په هغه کرنسي چی یوه ورځ هم په تعادل کې نه دي پاتې شوې، پیسې بیا وروسته ترلاسه کوي چې ریښتیا هم له لوی مشکل او تاوان سره مخ کېږي.»

په ورته وخت کې د غزني د پانګونې او سوداګرۍ خونې مشر عبدالمتین قلندري هم وايي، د دغه ولایت مرکز په شمول په ټولو ولسوالیو کې په کلدارو راکړه ورکړه کېږي، سږ کال د کلدارو له لوېدو سره بزګران متضرر شوي؛ ځکه د حاصلاتو راټولو وخت دی، سړې خوني نشته، نو هغوی اړ دي چې خپل حاصلات په ټیټه بیه وپلوري چې د بزګرانو شوی مصرف نه شي پوره کولای.

نوموړي وویل، په غزني کې لا هم د موټرو، ځمکو، څارویو، حاصلاتو او داسې نورو پېر او پلور په کلدارو کېږي.

هغه له حکومته غواړي چې پر بهرنیو اسعارو د راکړې ورکړې مخه دې ونیسي.

دغه راز هڅه مو وکړه چې غزني کې د سړو خونو نشتون په اړه د کرني او اوبو لګولو ریاست نظر واخلو، خو له ډېرې هڅې سره سره  بیا هم هغوی خبرو ته حاضر نه شول.

خو د غزني ولایت ځايي مسوولین بیا پر کلدارو راکړه ورکړه تاییدوي او وايي چې د دغه ولایت مرکز په ګډون په ډېرو ولسوالیو کې  تر اوسه هم کلدارې د چلښت وړ دي .

د غزني د والي ویاند حافظ عمر پژواک ته وويل، دوی ته افغانۍ ځانګړی ارزښت لري او د نورو هېوادونو د اسعارو استعمال مخنیوي لپاره به هڅې وکړي.

د یادونې ده، غزني د افغانستان یو له کرنیزو ولایتونو شمېرل کېږي چې ۸۰ سلنه خلک یې د کرنې له لارې د خپل ژوند اړتیاوې پوره کوي.

Views: 117

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.