کابل (پژواک، ۱۵ وږی ۱۴۰۲): د ملګرو ملتونو سازمان د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) وایي، جاپان په افغانستان کې د ۱۶۵ لومړنیو ښوونځيو د جوړولو او بیارغونې لپاره ۲۵ میلیون ډالره مرسته کوي.
د یاد سازمان په خبرپاڼه کې راغلي د دغو ښوونځيو له جوړولو سره ۳۳ زره زدهکوونکو لپاره د زدهکړې زمینه برابرېږي.
د سرچېنې د معلوماتو له مخې، د ۲۵ میلیون ډالرو په ارزښت په دې پروژه کې د درسي ټولګيو، تشنابونو، د لاس مینځلو اسانتیاوې او د احاطې دیوالونو جوړول او بیارغول شامل دي.
په خبرپاڼه کې افغانستان کې د چاپان د سفر تاکاشي اوکادا له قوله راغلي: «هر ماشوم حق لري چې ښوونځي ته لاړ شي او په خوندي چاپېریال کې زدهکړې وکړي، جاپان له افغان هلکانو او نجونو سره مرسته کوي چې په ښوونځیو کې یې ورته درسي خونې جوړې او یا ورغول شي او د اوبو او روغتیا ساتنې اسانتیاوو ته لاسرسی ولري.»
یونیسف ویلي، په افغانستان کې لږ تر لږه نیمايي دولتي ښوونځي مناسبې درسي خونې نه لري او په سلو کې ۵۸ یې د څښاک اوبه او د لاسونو مینځلو امکانات نه لري.
د ملګرو ملتونو یادې ادارې ویلي، کله چې ټولګي کې ماشومان خوندي وي، ماشومان زدهکړو ته هڅول کېږي او په ښوونځي کې د زدهکوونکو د حاضرۍ کچه ورسره لوړیږي.
چاپان په داسې حال کې له افغانستان سره مرسته کوي چې د ۱۴۰۱ کال د وري مياشتې په لومړيو کې اسلامي امارت په افغانستان کې د نجونو له شپږم ټولګي پورته ښوونځيو او د همدغه کال په لیندۍ میاشت کې د نجونو پوهنتونونو فعالیت تر دویم امر پورې وځنډاوه، خو ویلي یې دي چې دغه پرېکړه دایمي نه ده او هڅې روانې دي چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې ورته حللاره پیدا شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP