ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سواد زده‌کړو نړۍواله ورځ؛ یواېن‌اېچ‌سي‌ار: له افغان ښځو سره د لیک لوست مهارتونو زده‌کولو کې مرسته کوو

د سواد زده‌کړو نړۍواله ورځ؛ یواېن‌اېچ‌سي‌ار: له افغان ښځو سره د لیک لوست مهارتونو زده‌کولو کې مرسته کوو

author avatar
8 Sep 2023 - 17:12
د سواد زده‌کړو نړۍواله ورځ؛ یواېن‌اېچ‌سي‌ار: له افغان ښځو سره د لیک لوست مهارتونو زده‌کولو کې مرسته کوو
author avatar
8 Sep 2023 - 17:12

کابل (پژواک، ۱۷ سنبله ۱۴۰۲): د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د سواد زده‌کړې نړۍوالې ورځ په مناسبت ویلي چې له خپلو شریکانو سره له بې‌ځایه شوو او زیانمنو افغان مېرمنو سره د لیک او لوست مهارتونو زده‌کولو کې مرسته کوي.

د ملګرو ملتونو تعلیمي، علمي او فرهنګي سازمان (یونسکو) د سپټمبر ۸مه چې د وږي له ۱۷مې سره برابره ده؛ د سواد زده‌کړې د نړۍوالې ورځې په توګه نومولې ده، دا ورځ هر کال د نړۍ په ډېری هېوادونو کې نمانځل کېږي.

یونسکو نن د یوه راپور په خپرولو سره ویلي چې سږ کال به دا ورځ د فرانسې په پلازمېنه پاریس کې هغو کسانو ته د سواد زده‌کړې نړۍوالې جایزې په ورکولو سره ونمانځل شي چې د پوهنې په برخه کې یې زیاتې هڅې کړې وي.

په راپور کې راغلي: «د ټیټو او منځنیو کچو عوایدو درلودونکو هېوادونو کې، د هغو ۱۰ کلنو ماشومان شمېر چې د لیک او لوست مهارتونه یې کمزوري دي په ۲۰۱۹ کال کې له ۵۷ سلنې څخه په ۲۰۲۲ کال کې ۷۰ سلنې ته لوړ شوی دی.»

یونسکو وايي چې بې‌سوادي لوموړنیو مهارتونو ته د خلکو لاسرسی ستونزمنوي او په ټولنه کې د هغوی د بشپړ ګډون د مخنیوي لامل ګرځي.

سرچینې لیکلي، په ټوله نړۍ کې د پرمختګ ترڅنګ د سواد زده‌کړې ستونزې د دې لامل شوې څو تر ۲۰۲۰ مېلادي کاله د سواد زده‌کړې د لومړنیو مهارتونو نه درلودونکو ځوانانو شمېر لږ تر لږه ۷۶۳ میلیون کسانو ته رسېدلی.

د سرچینې په خبره، د کووېډ-۱۹ وروستی او نور ناورینونه لکه د اقلیم بدلون او شخړو د سواد زده‌کړې برخه کې ستونزي نورې هم زیاتې کړې دي.

د یونسکو په دغه راپور کې د افغانستان په‌تړاو ځانګړي جزئیات نه دي ورکړل شوي.

خو د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د همدې ورځې په مناسبت پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې دغه کمېشنري او شریکان یې له بې‌ځایه شوو او زیانمنو افغان مېرمنو سره د لیک او لوست مهارتونو زده‌کولو کې مرسته کړې، هغوی ته عزت او پر ځان باور ورکوي.

د یونسکو د یوه راپور پر بنسټ، په افغانستان کې د بې‌سواده کسانو شمير په ۱۴۰۰ کې له ۳۴ سلنې څخه ۴۳ سلنې ته لوړ شوی و.

په راپور کې راغلي چې په افغانستان کې له ۱۵ تر ۲۲ کلنۍ پورې د بې‌سواده کسانو شمېر ۱۲ میلیونو ته رسېږي چې له دې ډلې ۷،۲ میلیونه یې ښځې او ۴،۸ میلیونه یې نارینه دي.

د راپورونو له مخې، په تېرو دوو لسیزو کې د ۸۰۰ زره ښځو په ګډون یو میلیون و ۲۴۲ زره کسانو د سواد زده‌کړې په پروګرامونو کې ګډون کړی دی.

Views: 33

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.