ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل ښار کې د انګلیسي ژبې د زده‌کړې کورسونو ځیني مسوولین د خپلو شاګردانو کمېدو ته اندېښمن دي

کابل ښار کې د انګلیسي ژبې د زده‌کړې کورسونو ځیني مسوولین د خپلو شاګردانو کمېدو ته اندېښمن دي

author avatar
10 Sep 2023 - 16:52
کابل ښار کې د انګلیسي ژبې د زده‌کړې کورسونو ځیني مسوولین د خپلو شاګردانو کمېدو ته اندېښمن دي
author avatar
10 Sep 2023 - 16:52

کابل (پژواک، ۱۹وږی ۱۴۰۲): کابل ښار کې د انګلیسي ژبې د زده‌کړې ځینو کورسونو مسوولین د تېرو دوو کلونو په پرتله د خپلو شاګردانو د شمېر له کمېدو اندېښنه څرګندوي.

خو هغوی دغه راز د خپلو فیسونو له ټیټېدو خبر ورکوي او له سرپرست حکومته غواړي، نجونو ته اجازه ورکړي څو په کورسونو کې زده‌کړې وکړي.

پژواک خبري اژانس د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې د انګلیسي ژبې د زده‌کړې د یو شمېر کورسونو له مسوولینو سره مرکې کړې چې ډیری یې وایي، د تېرو دوو کلونو په پرتله یې ۵۰ سلنه زده‌کوونکي کم شوي دي.

د عطارد ښوونیز مرکز د انګلیسي ژبې د زده‌کړې یو کورس دی چې شاوخوا یوولس کاله مخکې تاسیس شوی، خو د تېرو دوو کلونو په پرتله یې شاګردان کم شوي دي.

کابل کې د یاد مرکز اجراییوي مسوول سنجر خالد پژواک خبري اژانس ته وویل، دوه کاله مخکې یې په هره ښوونیزه دوره کې څلور زره شاګردان جذبول، خو اوس د دغه کورس د شاګردان شمېر ۲۸۰۰ کسانو ته رسیدلی دی.

د نوموړي په باور، د اقتصادي ستونزو ډېریدل او کورسونو ته د انجونو پر تګ بندیز د یاد مرکز د شاګردانو د کمېدو اصلي لاملونه دي.

خو سنجر وایي چې د ښاریانو د اقتصادي ستونزو د ډېرېدو له امله یې د شاګردانو فیس په میاشت کې له ۲۵۰۰ افغانیو ۸۰۰ افغانیو ته راټیټ کړی دی.

هغه په روان کال کې د ښوونېزو کورسونو د مالیې معاف کېدو په اړه د مالیې وزارت د پریکړې ستاینه وکړه خو له سرپرست حکومته یې وغوښتل چې نجونو ته هم د هغه مکانیزم پر اساس چې حکومت یې غواړي، ښوونیزو کورسونو ته د تګ اجازه ورکړي.

«اکادمی انګلیسی عامۀ شمال» چې ۱۲ کاله مخکې تاسیس شوې، هم د زده کوونکو له کمښت سره مخ ده.

د یادې اکاډمۍ رییس زیورالدین زیور وایي: «دوه کاله مخکې مو د زده کوونکو شمېر ‌ډېر و، اوس کم شوی، ځکه د زده کوونکو اقتصادي وضعیت ښه نه دی.»

د هغه په وینا، دوه کاله مخکې یې د دغه کورس په هره ښوونیزه دوره کې چې شپږمیاشتنۍ وې، ۱۷۰۰ شاګردان جذبول، خو په وروستیو کې دغه شمېر ۵۰۰ کسانو ته راټیټ شوی دی.

نوموړی هم د شاګردانو د کمېدو لامل اقتصادي ستونزې او ښوونیزو مرکزونو ته د نجونو پر تګ بندیز بولي.

زیور زیاتوي چې د اقتصادي ستونزو له امله یې د هرې ښوونیزې دورې فیسونه تر ۵۰ سلنې؛ یعني د مثال په توګه له دوو زرو، زر افغانیو ته راټیټ کړي دي.

هغه هم روان کال کې د مالیې له معافیدو خوښ دی او له سرپرست حکومته یې وغوښتل: «داسې نصاب دې جوړ کړي څو نجونې هم وکولای شي خپلو درسونو ته دوام ورکړي.»

یوکاک اکاډمي کابل ښار کې د ژبې د زده کړې یو بل مرکز دی چې د شاګردانو له کمېدو سره مخ شوی دی.

د دې اکاډمۍ اداري برخې مسوول نوراحمد رحیمي وایي: «یوکاک اکاډمي ده چې د یوکاک انترنشنل تر چتر لاندې فعالیت کوي، نړۍوال یوکاک د لوړو زده کړو د بورسیو خدمتونو په برخه کې له ۲۰ کلنو ډېره کاري تجربه لري.»

یوکاک له شپږو کلونو راهېسې په کابل کې فعالیت کوي.

هغه وویل: «زموږ ډېری ټولګي په ځانګړي توګه وي چې اوسمهال زموږ په هر ټولګي کې له لسو ډېر کسان نشته، په ټولیزه توګه زموږ شاګردان له ۵۰ کسانو ډېر نه دي، داسې حال کې چې دوه کاله مخکې سل کسانو ته رسېدل.»

نوموړي د فیس له ټیټېدو هم یادونه وکړه، ویې ویل: «دوه کاله مخکې مو د ایلتس او تافل ټولګیو فیس ۱۵۰ ډالر و، خو اوس د دې لپاره چې د افغانستان د خلکو اقتصادي وضعیت خراب دی، موږ خپل فیسونو ۵۰ ډالرو ته راټیټ کړل.»

هغه وايي چې د انګلیسي ژبې د نورو کورسونو فیس اووه زره افغانۍ و، خو څلور زره افغانیو ته راټیټ شوی دی.

د یادو ښوونیزو کورسونو شاګردان د فیسونو له ټیټېدو خوښ دي.

یوکاک اکاډمي کې یو شاګرد جمشید احمدزی وایي: «دری میاشتې کېږي چې دلته انګلیسي وایم، ډیره ښه مې زده کړې ده.»

نوموړي په یاد ښوونیز مرکز کې د فیسونو له ټیټېدو هرکلی وکړ.

دغه راز، د «اکادمی انګلیسی عامه شمال» یو شاګرد احمدمصور عبیدي هم د فیس له ټیټېدو خوښ دی او له سرپرست حکومته غواړي چې نجونو ته هم په ښوونیزو مرکزونو کې د زده کړې زمینه برابره کړي.

د سرپرست حکومت چارواکو تل ټینګار کړی چې د نجونو د زده‌کړو مخالف نه دي او د طرحې له جوړېدو وروسته به نجونو ته هم د زده‌کړو اجازه ورکړل شي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.