Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کندهار یو شمېر سوداګر: د بهرنیو اسعارو پر چلښت د بندیز ټاکل شوې موده دې وغځول شي

کندهار (پژواک، ۲۰ وږی ۱۴۰۲): کندهار کې سوداګر وایي، د بهرنيو اسعارو پر بندیز خوښ دي خو هغه دوه‌ نیمې میاشتې موده چې د بهرنیو اسعارو مخنیوي او افغانیو عام کولو لپاره ټاکل شوې، باید وغځول شي.

د افغانستان بانک د وږي په ۷مه ویلي وو، تر راتلونکو دوه نیمو میاشتو به په سوېل لوېديځ زون کې د افغانۍ کارول عام شي او له هغه وروسته څوک نه شي کولای په راکړو ورکړو کې «بهرني اسعار» وکاروي.

نن په دې تړاو د کندهار ولایت په سوادګرۍ خونه کې غونډه جوړه شوې وه.

په دې غونډه کې یوه سوادګر ګل محمد وویل، په کلداره راکړه ورکړه ډېری د ولسوالیو اوسېدونکي کوي او کله چې دوی له هغوی څخه وچه یا تازه مېوې اخلي نو هغوی افغانۍ نه غواړي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.