کندهار (پژواک، ۲۰ وږی ۱۴۰۲): کندهار کې سوداګر وایي، د بهرنيو اسعارو پر بندیز خوښ دي خو هغه دوه نیمې میاشتې موده چې د بهرنیو اسعارو مخنیوي او افغانیو عام کولو لپاره ټاکل شوې، باید وغځول شي.
د افغانستان بانک د وږي په ۷مه ویلي وو، تر راتلونکو دوه نیمو میاشتو به په سوېل لوېديځ زون کې د افغانۍ کارول عام شي او له هغه وروسته څوک نه شي کولای په راکړو ورکړو کې «بهرني اسعار» وکاروي.
نن په دې تړاو د کندهار ولایت په سوادګرۍ خونه کې غونډه جوړه شوې وه.
په دې غونډه کې یوه سوادګر ګل محمد وویل، په کلداره راکړه ورکړه ډېری د ولسوالیو اوسېدونکي کوي او کله چې دوی له هغوی څخه وچه یا تازه مېوې اخلي نو هغوی افغانۍ نه غواړي.
هغه وویل: «لومړی باید د ولسوالیو، زابل او اروزګان خلک پر دې وپوهول شي چې یوازې په افغانیو راکړه ورکړه وکړي، په ښار کې اوس هم ټول کاروبار په افغانیو دی، د بهرنیو اسعارو د مخنیوي لپاره باید عامه پوهاوی وشي او له نرمښته کار واخیستل شي.»
هغه وایي چې یاده ټاکل شوې موده کمه ده او حکومت یې باید وغځوی، څو سوادګر خپلې پخوانۍ معاملې راټولې کړي.
ځينو نورو سوادګرو هم په دغه غونډه کې د افغانیو پر کارولو د ټینګار ترڅنګ د یادې مودې د غځولو غوښتنه وکړه.
د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې ریيس محمدصدیق مهمند هم وویل، په خوا لا باید خلکو په پوره توګه په معاملاتو کې د بهرنیو اسعارو له استفادې لاس اخېستی وای، خو اوس هم باید دا کار وشي.
هغه زیاته کړه: «دا ښه اقدام دی، تاوان چې پر هر ځای راوګرځول شي ګټه ده، اوس هم ټول تجاران ژمن دي چې پر خپلو افغانیو کاروبار وکړي.»
په سویل زون کې د افغانستان بانک رییس مولوی عبدالصمد منصوري هم وویل، کندهار ښار او ګاونډيو ولایتونو ته یې افغانۍ لېږدولي او تر دوه میاشتو وروسته به معاملات په پوره توګه په افغانیو کېږي.
هغه وویل که له هغه وروسته چا سرغړونه وکړه محکمې ته به معرفي کېږي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










