ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لوګر کې د څښاک اوبو شپږو شبکو بیارغولو چارې پيل شوې

لوګر کې د څښاک اوبو شپږو شبکو بیارغولو چارې پيل شوې

author avatar
11 Sep 2023 - 15:22
لوګر کې د څښاک اوبو شپږو شبکو بیارغولو چارې پيل شوې
author avatar
11 Sep 2023 - 15:22

پل‌علم (پژواک، ۲۰ وږی ۱۴۰۲): د لوګر د کلیو پراختیا ریاست وایي، د دغه ولایت په ازرې ولسوالۍ د شاوخوا اتو میلیونو افغانیو به لګښت د څښاک پاکو رسولو د شپږو شبکو د بيارغونې چارې پيل شوې.

د لوګر ولایت د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست مطبوعاتي مسوول صبغت‌الله نائب‌خېل پژواک خبري اژانس ته وویل، د څښاک پاکو اوبو دغه شبکې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونیسف) له لوري د راتلونکو درېیو میاشتو په ترڅ کې د شاوخوا ۸ میلیونه افغانیو په لګښت بیارغول کېږي.

نائب‌خېل زیاته کړه چې د یادو شبکو له جوړیدو سره به شاوخوا نهه سوه کورنۍ د څښاک له پاکو اوبو برخمنې شي.

هغه همدارنګه زیاته کړه، د ازرې ولسوالۍ لسګونو وزګارو ځوانانو ته په یادو پروژو کې د درېیو میاشتو لپاره د کار زمینه هم برابره شي.

د لوګر ولایت د ازرې ولسوالۍ یوه قومي مشر عبدالستار پژواک ته وویل، اوسمهال په ازرې ولسوالۍ کې سلګونه کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري او ډيری کورنۍ له چینو او کاریزونو ګټه اخلي.

نوموړي زیاته کړه، که چیرې په ازره ولسوالۍ کې د څښاک اوبو دغه شبکې بیا ورغول شي د ډېرو خلکو د پاکو اوبو د نشتوالي ستونزه به هواره شي.

د یادونې ده، له دې مخکې هم د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونیسف) له لوري د لوګر په مرکز پل‌علم، بره‌کي برک او خروار ولسوالیو کې د څښاک پاکو اوبو رسولو اته شبکې جوړې شوې دي چې اوسمهال ترې زرګونه کورنۍ ګټه پورته کوي.

Views: 267

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.