Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ننګرهار کې يو پخوانی جهادي قوماندان وژل شوی

جلال‌اباد (پژواک، ۲۰ وږی ۱۴۰۲): د ننګرهار مرکز جلال‌اباد ښار کې وسله‌والو کسانو د روداتو ولسوالۍ يو اوسېدونکی او پخوانی جهادي قوماندان وژلی دی.

مسوولين وايي، لومړنۍ څېړنې ښیي چې د مقدس بلال په نوم دغه کس د شخصي دښمنۍ له امله وژل شوی دی.

د ننګرهار ولایت د امنيه قوماندانۍ وياند عبدالبصير زابلي د وږي په ۲۰مه پژواک اژانس ته وويل، د شيخ مقدس بلال په نوم دغه شخص چې اصلاً د روداتو ولسوالۍ د بړو سيمې اوسېدونکی و، د جلال‌اباد ښار د اوومې ناحيې په مربوطاتو کې وژل شوی دی.

هغه زياته کړه: «شيخ مقدس صاحب د روداتو ولسوالۍ دی، دلته د جلال‌اباد ښار د اوومې حوزې غوچکو په ساحه کې يې د قریبانو کور دی، کله چې د هغوی د کور مخې ته درېدلی و، يو سور رنګه موټر کې سپرو وسله‌والو پرې ډزې کړي او وژل شوی دی.»

هغه وايي، د اړوندې امنيتي حوزې مسوولينو سيمې ته ځانونه رسولي خو بريدګر له سيمې تښتېدلي دي.

هغه زياتوي د بريدګرو د نيولو هڅې روانې دي او د کورنۍ د معلوماتو پر بنسټ يې چې دغه پېښه د شخصي دښمنۍ له امله رامنځته شوې ده.

د وژل شوي کس د کورنۍ يوه غړي د نوم نه خپرولو په شرط پژواک ته وويل چې پېښه پرون د ورځې لس بجې شوې او د بريد پرمهال يې ښځه او ماشومان هم ورسره وو.

هغه وايي، شيخ مقدس بلال د حزب اسلامي غړی او پخوانی جهادي قوماندان و.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.