[restrict paid=”true”]
اټلانټا (پژواک، ۲۰ وږی ۱۴۰۲): د کرکټ اسیا جام سیالیو د دویم پړاو په یوه لوبه کې هند پاکستان ته ستره ماتې ورکړه.
دا لوبه پرون یکشنبې (وږي ۱۹مه) د سریلانکا پلازمېنې کولمبو ښار کې پیل شوه، خو د باران له امله دویمې ورځې ته واوښته، پاتې لوبه یې نن دوشنبه ترسره شوه.
د لوبې پچه پاکستان وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه، هندي لوبغاړو دا ځل له یوه بشپړ پلان سره میدان ته راښکته شول او لومړنیو لوبغاړو یې د پاکستان د تېزو پیاوړو لوبغاړو ښه مقابله وکړه.
د پیل لوبغاړو روهیت شرما او شبمان ګیل دواړو پنځوسیزې ووهلې او وسوځېدل، ورپسې ویرات کوهلي او کی ایل راهول راغلل او دوی دواړو هم په زړه پورې لوبه وکړه او دواړو سلیزې ووهلې، کوهلي ۱۲۲ او راهول ۱۱۱ ناسوځېدلې منډې وکړې.
دغه راز د هند لوبډلې په ټاکل شوو ۵۰ اورونو کې د دوو لوبغاړو په سوځېدلو سره ۳۵۶ منډې وکړې او پاکستان ته یې د ۳۵۷ منډو هدف ورکړ.
پاکستانیو لوبغاړو چې کله لوبه پیل کړه، نو پرله پسې وسوځېدل او ټوله لوبډله یې په دوه دېرشم اوور کې په ۱۲۸ منډو وسوځېدله، دغه راز هند دا لوبه د ۲۲۸ منډو په ستر توپیر سره وګټله.
ویرات کوهلي د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.
[/restrict]
Views: 51
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن