ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

میدان‌وردګو کې کروندګر له حکومته خپلو رومیانو ته د بازار غوښتنه کوي

میدان‌وردګو کې کروندګر له حکومته خپلو رومیانو ته د بازار غوښتنه کوي

author avatar
13 Sep 2023 - 16:47
میدان‌وردګو کې کروندګر له حکومته خپلو رومیانو ته د بازار غوښتنه کوي
author avatar
13 Sep 2023 - 16:47

میدان‌ښار (پژواک، ۲۲ وږی ۱۴۰۲): میدان‌وردګو کې یو شمېر کروندګر وايي، رومیان یې حاصل ته رسېدلي خو د تورخم لارې له بندېدو سره یې بیه دومره ټيټه شوې چې ان خپل لګښت هم نه شي پوره کولای.

هغوی دغه راز له حکومته غواړي چې حاصالاتو ته یې بازار پیدا کړي او له تاوانه یې وژغوري.

د دغه ولایت د سیداباد ولسوالۍ اړوند د ټوپ دښتې اوسېدونکي یارخان ملاخېل پژواک خبري اژانس ته وویل، دوی د رومي بانجانو په کرونده ډېر لګښت کړی خو اوس د تورخم لارې بندېدو له امله اړ دي خپل حاصلات په ټیټه بیه وپلوري.

دی وايي، حکومت دې د بزګرانو ملاتړ وکړي او د هغوی محصولات دې په لوړه بيه وپېري.

هغه وايي، ځيني ګاونډي هېوادونه هر کال په داسې وخت کې خپلې پولې تړي چې د افغان بزګرانو حاصلات ورسېږي چې له امله يې هغوی ته سخت مالي زیان اوړي.

هغه وویل: «کله چې زموږ د سبزیو رسېدو وخت شي، ګاونډي هېوادونه خپل باډرونه وتړي چې له امله یې افغانانو ته زیان اوړي خو چې د خپلو مېوو وخت یې وي، بیا باډر ۲۴ ساعته خلاص وي.»

دی زیاتوي، افغانستان یو کرنیز هېواد دی، حکومت باید د بزګرانو ملاتړ وکړي او هغوی ته په ټولو سیمو کې معیاري سړې خونې جوړې کړي څو وکړای شي خپل محصولات د اوږدې مودې لپاره وساتي.

نوموړي دغه راز وویل، که حکومت په هېواد کې د رب جوړولو کارخونې جوړې کړي، له یوې خوا به د بزګرانو حاصلات پلورلو ته بازار پيدا شي او له بلې خوا به له بهره د روب واردېدو مخه ونیول شي.

د دغه ولایت د نرخ ولسوالۍ اوسېدونکي نیازګل هم وویل، سږ د رومیانو او نورو سبزیجاتو حاصلات ښه دي، خو مناسب بازار نه لري.

دی وايي، د تورخم بندېدو له امله د رومیانو بیه دومره ټیټه شوې چې بزګران خپل لګښت هم نه شي پوره کولای.

هغه هم له حکومته د مرستې غوښتنه کوي او وايي، بزګران د ټولنې زحمت‌کشه خو بېوزله خلک دي نو حکومت ته په کار ده چې په دغه سخت وخت کې يې لاسنیوی وکړي.

بلخوا، د دغه ولایت د کرنې ریاست مسوولین د بزګرانو شکایتونه پر ځای بولي خو وايي، د سړو خونو جوړولو لپاره يې هڅې پيل کړې دي.

د میدان‌وردګو د کرنې ریاست د کرنیزو چارو امر انجنیر احسان‌الله بمبی‌وال وايي، دوی د ولایت مقام په همغږۍ د ماليې له وزارت سره د بزګرانو ستونزې شریکې کړې او د حل په اړه يې ژمنه ترلاسه کړې ده.

دی وايي، هڅې روانې دي چې په میدان‌وردګو کې بزګرانو ته سړې خونې زیاتې شي څو هغوی خپل محصولات د اوږدې مودې لپاره وساتي او په مناسب وخت کې يې وپلوري.

د یادونې ده، له څو ورځو راهیسې د پاکستان پوځ د تورخم لار بنده کړې چې له امله يې له ډیورنډ فرضي کرښې دې غاړه پر سوداګریزو مالونو په تېره بیا سبزیجاتو بار ګڼ موټر بند پاتې دي.

Views: 38

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.